په افغانستان كې د ناټو د اوسني ماموريت په اړه د دې سازمان ورستۍ غونډه نن د بلجيم په مركز بروكسل كې پيل شوه. د ناټو سازمان سرمنشي اندرس فوغ راسموسن سرمنشى د غونډې د پيلېدو په درشل كې خبريالانو ته وويل، ټاكل شوې چې د ناټو سرتېرو اوسنى
په افغانستان كې د ناټو د اوسني ماموريت په اړه د دې سازمان ورستۍ غونډه نن د بلجيم په مركز بروكسل كې پيل شوه.
د ناټو سازمان سرمنشي اندرس فوغ راسموسن سرمنشى د غونډې د پيلېدو په درشل كې خبريالانو ته وويل، ټاكل شوې چې د ناټو سرتېرو اوسنى ماموريت پايته ورسېږي او په عين حال كې دوى په افغانستان كې د نوى پړاو ماموريت پيلېدو ته چمتو دى.
نوموړي زياته كړه چې په افغانستان كې د ناټو نوى ماموريت يوه قانوني چوكاټ ته ا ړيتا لري او ټينګار يې وكړ چې دى له افغان حكومت سره د ياد چوكاټ رامنځته كېدو ته هيله من دى.
ټاكل شوې، چې د افغانستان د دفاع وزير په ګډون د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو دفاع وزيرانو غونډه نن او سبا په بروكسل كې جوړه شي چې د افغانستان، ګورجستان او اوكراين په تړاو پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وكړ.
په افغانستان كې د ناټو د اوسني ماموريت بشپړېدل او د دويم پړاو ماموريت پيلېدل، د افغانستان د جمهوري رياست دويم پړاو ټاكنې او افغانستان پورې تړلي امنيتي موضوعات به د دې غونډې د دويمې ورځې د بحث اساسي موضوعات وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ