وسله والو طالبانو له ګوانتنامو زندان څخه د خپلو پنځو بنديانو د خوشې کولو په بدل کې بندي امريکايي سرتېرى بوى بېرګډال خوشې کړى دى. وسله والو طالبانو۲۸ کلن بېرګډال د ٢٠٠٩م کال د جون په ۳۰ مه نېټه په پکتيکا ولايت کې نيولى او تراوسه يې له ځانه سره ساتلى و.
وسله والو طالبانو له ګوانتنامو زندان څخه د خپلو پنځو بنديانو د خوشې کولو په بدل کې بندي امريکايي سرتېرى بوى بېرګډال خوشې کړى دى.
وسله والو طالبانو۲۸ کلن بېرګډال د ٢٠٠٩م کال د جون په ۳۰ مه نېټه په پکتيکا ولايت کې نيولى او تراوسه يې له ځانه سره ساتلى و.
د نوموړي په بدل کې پنځه طالب بنديان ملا محمد فاضل، ملا نور الله نوري، ملا خير الله خيرخواه، ملا عبدالحق وثيق او مولوي محمد نبي په كيوبا كې د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوي او قطر ته سپارل شوي، چې د بنديانو د تبادلې منځګړيتوب كوي.
د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د بېرګډال له خوشې کېدو وروسته پرون وويل، د قطر حکومت ورته ډاډ وركړى چې د دوى د ملي امنيت د ساتنې لپاره به اقدامات وکړي.
د اوباما په وينا، په وړاندې ګامونو کې به د امريکا متحد ايالتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړ وکړي، چې د خپلواک او د متحد افغانستان په چوکاټ کې به په ګرانه د ترلاسه شوې سولې له ساتنې سره مرسته وکړي.
وسله والو طالبانو ويلي، چې دغه امريكايي سرتېرى تېر ماښام اووه بجې د خوست ولايت په اطرافو کې مقابل لوري ته وسپارل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ