د عراق پايتخت بغداد كې پر يوه پوهنتون وسله وال بريد كې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او څه باندې لس نور ټپيان دي. عراقي چارواکي وايي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توكي د امام کاظم پوهنتون په دهلېز کې وچول او دغه مرګ ژوبله يې
د عراق پايتخت بغداد كې پر يوه پوهنتون وسله وال بريد كې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او څه باندې لس نور ټپيان دي.
عراقي چارواکي وايي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توكي د امام کاظم پوهنتون په دهلېز کې وچول او دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.
د چارواکو په خبره، پولىسو لږ ترلږه درې نور وسله وال کسان،چې ظاهراً د بريد کوونکې ډلې غړي وو، وژلي دي.
تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
تر دې وړاندې سني ياغيان د پوهنتون په څېر د شيعه مذهبو په نښه کولو تورن شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د عراق په سماوا ښار کې دوو موټر بم چاودنو ۷ ملكي وګړي وژلي او اته نور يې ټپيان كړي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ