په سوريه کې هغه څلور فرانسوي خبريالان خوشې شوي، چې له تېرې جون مياشتې راهيسې تښتول شوي وو. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ د دغو فرانسوي خبريالانو پر خوشې کېدو خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې څلور واړه روغ رمټ دي.
په سوريه کې هغه څلور فرانسوي خبريالان خوشې شوي، چې له تېرې جون مياشتې راهيسې تښتول شوي وو.
د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ د دغو فرانسوي خبريالانو پر خوشې کېدو خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې څلور واړه روغ رمټ دي.
د ترکيې خبري اژانس ويلي، ترکي پوځيانو له سوريې سره پر پوله څلور فرانسوي خبريالان په داسې حال کې وموندل، چې لاسونه، پښې او سترګې يې تړل شوي وو.
دغه خبريالان په بېلابېلو پېښو کې تښتول شوي وو، چې تر ډېره يې د تښتولو پړه په عراق او شمال کې د اسلامي دولت (داعش) پر ډلې اچول کېده.
سوريه د ځمکې پر سر د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه سيمه ده، چې د تېرو درېيو کلونو د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې پکې نږدې ۶۰ خبريالان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ