ads

الیس مونرو څه ډول لیکل کوي؟

الیس مونرو؛ هغه کاناډايي لیکواله ده چې هیڅکله له لیکلو نه لاس په سر کېږي، حتی که په ناسم لوري هم لاړه شي. الیس مونرو له سترو لنډو کيسه لیکوالو څخه ده. دې ۸۲ کلنې لیکوالې تر اوسه د لنډو کیسو څو ټولګې( د مستو سیورو نڅا، د ښځو او نجونو ژوند، فکر الیس مونرو؛ […]

نویسنده: The Killid Group
28 سلواغه 1392
الیس مونرو څه ډول لیکل کوي؟

الیس مونرو؛ هغه کاناډايي لیکواله ده چې هیڅکله له لیکلو نه لاس په سر کېږي، حتی که په ناسم لوري هم لاړه شي. الیس مونرو له سترو لنډو کيسه لیکوالو څخه ده. دې ۸۲ کلنې لیکوالې تر اوسه د لنډو کیسو څو ټولګې( د مستو سیورو نڅا، د ښځو او نجونو ژوند، فکر

الیس مونرو؛ هغه کاناډايي لیکواله ده چې هیڅکله له لیکلو نه لاس په سر کېږي، حتی که په ناسم لوري هم لاړه شي.

الیس مونرو له سترو لنډو کيسه لیکوالو څخه ده. دې ۸۲ کلنې لیکوالې تر اوسه د لنډو کیسو څو ټولګې( د مستو سیورو نڅا، د ښځو او نجونو ژوند، فکر دې وکړ چې يې؟ او تېښه) لیکلې دي.

هغې د پن/ مالمود جایزه، د ملي کتاب د منتقدانو جایزه، د او.هنري جایزه او بوکر نړیواله جایزه خپله کړې ده. مونرو په ۲۰۱۳ کال کې د نوبل نړیواله جایزه هم وګټله. د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ، الیس مونرو د نوبل ادبیاتو د ۲۰۱۳ کال ګټونکې اعلان کړه او هغه يې د لنډو اوسنیو کیسو استاده ونوموله.

الیس مونرو د ۱۹۹۴ کال په اوړي کې د پاريس ریویو معتبرې مجلې په ۱۳۷ ګڼه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې توضیح کړې ده: هره هغه کيسه چې ښايي باید ښه وي، د تغییراتو قرباني کېږي. مثلا همدا اوس پر یوې کيسې کار کوم، ډېره مې نه خوښېږي، هر سهار پرې لګیا يمه، خو زړه مې پرې اوبه نه څښي. واقعا نه مې خوښېږي خو پرې کار کوم، ښايي کوم ځای کې يې بدلون رامنځته شي او ما خپل کړي. ډېر ځله د یوې کيسې تر لیکلو مخکې له کيسې سره ناسته ولاړه کې يم. کله چې په منظم ډول د لیکلو لپاره وخت ونه لرم، کیسې مې په ذهن کې مارش کوي، تر دې بریده چې کله کېنم کاملا په کيسه کې غرقېږم. په دې ورځو کې دا غرقېدل په یادښت اخستلو تجربه کوم. د یادښتونو څو کتابچې لرم چې له کږو وږو کرښو ډکې دي. هر څه په کې لیکم. کله چې دغو لومړنیو نسخو ته ګورم له ځانه سره وایم، رښتيا کومه ګټه به هم لري؟ زه له هغو لیکوالو نه یمه چې چټک لیکل کوي. په ډېر شوق او لېوالتيا د یو (څيز) لټه نه کوم. دغه (څيز) د ژوند ټولې چارې په بر کې نیسي. کله کله په خطا ځم او باید بېرته راوګرځم. ښايي يوه ورځ کار وکړم او دا ووایم چې تر نورو ورځو مې ډېر او ښه کار کړی، خو سبا ته يې چې له خوبه رالتېږمه، ګورمه چې نور مې زړه نه غواړي چې پر هغې کيسې بوخته شم. کله چې کيسه لیکلو ته مې زړه ښه نه وي او لیکلو ته يې ځان مجبور کړم، هغه شېبه پوهېږم چې د لیک کار په بدو اوښتی.

ډېر ځله يعنې ۷۵ په سلو کې د کار په سر کې پوهېږمه چې باید په کيسه کې غرقه شم. یو دوه ورځې بې لاسو پښې کېږمه او په ځان کې ډوبه پاتې کېږم. په بل څه چې کولای شم ويې لیکم، فکر نه کوم. دا يوې رابطې ته پاتې کېږي، کله چې غواړئ یو څوک هېر کړئ له یو بل چا سره دباندې چکر ته ځئ چې اصلا له هغه سره هیڅ کومه علاقه نه لرئ، خو لا دې مسئلې ته ځير شوي نه یاست.

وروسته ذهن ته مې یو ناڅاپه د هغې کيسې په اړه یو څه راځي چې نیمګړې مې پرې ايښې او پوهېږم چې څرنګه باید هغه ولیکم. خو دا (درک) هغه وخت مخه کوي چې له ځانه سره وايم، دا کیسه باید هېره کړم. نه بریالۍ کېږمه. که خاوند مې په کور کې هاخوا ديخوا لاړ شي راشي او شور جوړ کړي، عصباني کېږمه. که سندره زمزمه کړي یا هغه ته ورته کوم کار وکړي دا نو بیا نورعلی نور.

غواړم پر یو څه فکر وکړم، تل له دیواله سره لګېږم او نه شم کولای ترې تېر شم. لږ څه دې کار ته دوام ورکوم او بیا په فکر کې غرقېږمه. دا بهیر ښايي یوه اوونۍ دوام وکړي، د حل لارې د فکر پروسه یادوم. له ځانه سره پخومه چې له دغه او یا له هغه لیدلوري روایت پیل کړم. دا شخصیت حذف کړم یا دا چې دغه شخصیت مجرد دی او داسې نور. غټ بدلون ډېر ځله اساسي بدلون دی.

حتی نه پوهېږم چې دغه بدلون د کيسې په ګټه دی که په زیان. خو له ما سره مرسته کوي چې لیکلو ته دوام ورکړم. له همدې کبله خو نو وایم چې زما د وجود دننه کوم څيز یا مفسر نشته چې کیسه راته تلقینه کړي.

کله خو هيڅ ډاډمنه نه یم او تل د لومړي شخص راوي له درېیم شخص سره بدلوم. د لیکلو پر مهال اصلي ستونزه همدا ده. کله يې له لومړي شخص نه پیلوم چې پخپله په داستان کې ډوبه شم. وروسته بیا ګورم چې دغه هڅه هم ځواب نه راکوي. په داسې حالاتو کې د نورو د خبرو په نسبت حساسه یم، هر څه چې ووايي هغه کوم. خو په پای کې پخپله تصمیم نیسم.

د مثبتو ټکو په ځای، ډېر ساده د خپلې کیسې منفي ټکو ته متوجه کېږمه، ځینې کیسې د پاتې نورو قوت نه لري او ځینې يې کمزورې وي. که په یو وړوکي ښار کې واوسېږې، له بنیادمانو ډېر څه اورې، خو په يو غټ ښار کې چې کومې کیسې اورې ټولې يې ستا په څېر خلکو په اړه دي. په وړوکي ښار کې هر څه بیا د لومړي لاس دي، خو په غټ ښار کې ممکن د ورځپاڼې له طریقه یوې موضوع ته ځير شې. زما ځينې کیسې زما د شاوخوا دي، که دا مې په ورځپاڼه کې لوستل ښايي سر مې پسې نه ګرځاوه.

نوې لیکل شوې کيسې مې دومره ډېرې شخصي نه دي، ځکه د ماشومتوب او ځوانۍ له ژواک و ځواکه مې په کيسو کې استفاده کړې ده. غوره به دا وي چې لارښوونه وکړم، هغه کيسې ولیکئ چې خپله مشاهده مو وي. زه همېش دې ته په تمه ناسته یم چې سوژه را شي، راپیدا کېږي هم. د لیکلو لپاره پر خپل نفس ډېر باور لرم. له جسارت سره مل پر نفس باور چې لږ لږ په نفس باندې باور د هغه ځای ونیو. فکر کوم پر خپل نفس باور او اعتماد زما د نادانۍ پایله ده، ځکه له ټولو بهیرونو او جریانونو بهر واوسېدم، کله چې زما په څېر په یو وړوکي ښار کې لیکوالي کوئ چې نور خلک يې یوازې لوستل کولای شي، فکر کوئ چې یو نعمت مو تر ګوتو شوی، دا هغه څه دي چې پر نفس باور او اعتماد رامنځته کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA