د اسيايي شورا د اتلولۍ جام په سياليو کې تېره ورځ د سريلانکا له لوري په يوولس منډو بنګله دېش ته ماتې د افغانستان د ۱۹ کلونو لوبډلې ته لاره پرانيسته، چې له بي ګروپ څخه د دوهمې لوبډلې په توګه نيمه پايلوبې ته ووځي.

افغانستان به په نيمه پايلوبه کې، چې سبا ترسره كېږي، له پاکستان سره مخامخ شي، چې د اې ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه نيمه پايلوبې ته بريالى شوى دى.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو لوبډلې تېره ورځ د ماليزيا لوبډلې ته سخته ماتې وركړه او بې له دې، چې كوم لوبغاړى يې وسوځي، په څلورم اوور كې وركړل شوى ۴۱ منډې هدف يې پوره كړ او لوبه يې وګټله.
افغان لوبډلې تر پرونۍ لوبې وړاندې په خپل بي ګروپ کې دوې پنځوس اوريزې سيالۍ کړي، چې يوه يې ګټلې، خو بله يې بايللې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ