د افغانستان کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې د سريلانکا پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د اتو لوبډلو په ګډون د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ د روان زيږديز کال د ډيسمبر په ۲۷ نيټه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې.

په پرونيو لوبو كې پچه د سريلانکا د ځوانانو لوبـډلې وګټله او لومړى يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه. د سريلانکا د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله ونه کړاى شول ډېرې منډې وکړې او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ١٩٢ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان د ځوانانو لوبډلې ياد هدف له يوې په زړه پورې سيالۍ ورسته په اوه څلوېښتم اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لورې ضياء الرحمن ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د سريلانکا د ١٩ کلنو لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز شرف الدين اشرف هم دوه لوبغاړي وسوځول.
ضياء الرحمن د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې وړ ده چې نن به ملي نولس کلنه لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې خپله دويمه سيالي ترسره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ