د تاجکستان د کرکټ ملي لوبـډله د دريو سياليو د ترسره کولو په هدف په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځي. د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د تاجکستان د كركټ ملي لوبډله به د افغانستان له الف لوبـډلې
د تاجکستان د کرکټ ملي لوبـډله د دريو سياليو د ترسره کولو په هدف په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځي.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د تاجکستان د كركټ ملي لوبډله به د افغانستان له الف لوبـډلې سره دوه يو ورځنۍ او يوه شل اوريزه لوبه ترسره کړي.
د سرچينې په وينا، دوه يو ورځنۍ پنځوس اوريزې لوبې به د ډسمبر په ٢٧مه او ٢٩ مه او شل اوريزه سيالي به د ډسمبر په ٣١مه نېټه ترسره شي.
دا لوبې به د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان د کرکټ نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.
دا د كركټ لومړۍ بهرنۍ ملي لوبـډله ده، چې افغانستان ته د لوبو لپاره راځي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د افغانستان او تاجکستان د کرکټ ادارو ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شوى و، چې له مخې به يې افغانستان د تاجکستان کرکټ ادارې سره د تخنيکي مرستو ترڅنګ، د هغوى لوبـډلې سره لوبې هم ترسره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ