ads

ښايسته كندهار

په کندهار کې هم د سندرو عجيبه سر او تال پټ دى. په دغه تاريخي خاوره به د عبيدالله جان د سندرو انګازې لا هم د كندهار د حجرو دېوالونه زنګوي، خو د دې ولايت د ځوانانو تر منځ د هنر په نشه مست ايمل پوپل هم خاصه او نغمه ګره حنجره لري. په کندهار […]

نویسنده: The Killid Group
12 لیندۍ 1392
ښايسته كندهار

په کندهار کې هم د سندرو عجيبه سر او تال پټ دى. په دغه تاريخي خاوره به د عبيدالله جان د سندرو انګازې لا هم د كندهار د حجرو دېوالونه زنګوي، خو د دې ولايت د ځوانانو تر منځ د هنر په نشه مست ايمل پوپل هم خاصه او نغمه ګره حنجره لري.

په کندهار کې هم د سندرو عجيبه سر او تال پټ دى. په دغه تاريخي خاوره به د عبيدالله جان د سندرو انګازې لا هم د كندهار د حجرو دېوالونه زنګوي، خو د دې ولايت د ځوانانو تر منځ د هنر په نشه مست ايمل پوپل هم خاصه او نغمه ګره حنجره لري.

دى چې په خپل سوي غږ د ښايسته كندهار… سندره راواخلي نو محفل مدهوش او د ترنم توتيان ځانته حيران كړي.

ځوان سندرغاړى ايمل پوپل د كندهار له هغو هڅانده ځوانانو څخه دى چې خپله محلي موسيقي يې د پاپ موزيك له پردو سره اشنا كړه.

نوموړى دا مهال په ټول كندهار كې د شهرت له بامه د خپلې حنجرې په بركت او د ناكامې مينې په سوز او ګداز د زړونو تارونه لړزوي او هر وسله وال ځوان ته په سندريزه ژبه د مينې پېغام د عبدالباري جهاني په دې سندره وركوي:(( ځوانه دا څوك يې چې ګولۍ وروې- د خپل نيكه او د دادا په كلي…))

ايمل پوپل ۲۳ كاله وړاندې نړۍ ته راغلی او پلار يې عبيدالله نومېږي. دى په خپلو  څلورو وروڼو او څلورو خويندو  كې د پلار نازولى زوى دى. تر نهم ټولګي د خپلې لېسې عمومي اول نومره و، خو له دې وروسته ناكامې مېنې د هنر نړۍ ته ورمات كړ: (( وروسته مې د درسونو خونده ولاړه، په ۱۳۸۹ كال له دولسم ټولګي فراغت راته د درسونو له زندانه د وتو ورځ وه، مينې راته زړه مات كړ او خپل قرار مې د هنر په نړۍ كې ولټاوه، زما سوي غږ ته په كتو به هر ملګري سندرو ته تشويقولم، خو زموږ په كور كلي كې بيا دا هنر د خلكو د درناوي وړ نه ګڼل كېده.))

دى وايي له وړكتوبه يې په يوه راډيو كې كار كاوه او چې كله له لېسې فارغ شو، نو د روزګار له غمه يې د ژورنالېزم له نړۍ سره اشنايي وكړه. دې نړۍ ايمل ته د شهرت تر څنګ له هنر سره په خلاص مټ د تار پاللو لار هم اواره كړه او له پنځه كلنې خبريالۍ وروسته يې نېغ هنر ته مخه کړه: (( په هېواد راډيو ټلويزیون كې نطاق وم، رڼا راډيو، يووالي راډيو كې مې هم دنده وكړه او بيا د كندهار د سولې دفتر په كې د عامه اړيكو مسوول شوم، له همدې ځايه مې حوصله پيدا كړه چې بايد نور خپل هنر راژوندی کړم.))

دى وايي، د موسيقۍ مسلكي زده كړې يې تر اوسه نه دي كړي، خو هوډ لري چې په نږدې راتلونكي كې به يې دا ارمان هم پوره شي: ((اوسمهال په ميرويس نيكه پوهنتون كې د حقوقو او سياسي علومو محصل يم او موسيقۍ ته وخت نه پيدا كوم، تر اوسه يوازې هارمونه غږولى شم، بيا هم خوشاله يم چې د چا په تقليد روان نه يم او مهمه دا چې نورو ځوانانو ته مې هم له رواجونو څخه د بغاوت لار خلاصه كړه.))

ايمل پوپل تر اوسه د سندرو ځانګړى البوم نه دى ترتيب كړى، خو په خبره يې د لمر ټلويزیون، هلمند ټلويزیون، ملي ټلويزیون او هېواد ټلويزیون په اختريزو كنسرټونو كې د سندرو له كبله ډېر ستايل شوى دى: (( دوه درې سندرو ته مې ويډيويي كلیپونه هم جوړ كړي او ژر به يې نندارې ته راوباسم، كوشش كوم چې د هېواد د ښو شاعرانو شعرونو ته كمپوز جوړ كړم او ويې وايم، زما يوه ځانګړنه دا ده چې له ملګرو سره هر كار په مشوره پر مخ بيايم، زړه مې دى چې هنري ژوند د ملګرو په مشوره تېر كړم.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA