ads

روزګار په کډه دی

په داسې حال كې چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ۱۲ كلن حضور په پاى ته رسېدو دى، ورسره جوخت په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه هم مخ پر لوړېدو ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ارقامو له مخې دم ګړۍ په افغانستان کې د ۹ ملیونه ګارګرو له ډلې شاوخوا […]

نویسنده: The Killid Group
12 لیندۍ 1392

په داسې حال كې چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ۱۲ كلن حضور په پاى ته رسېدو دى، ورسره جوخت په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه هم مخ پر لوړېدو ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ارقامو له مخې دم ګړۍ په افغانستان کې د ۹ ملیونه ګارګرو له ډلې شاوخوا ۳ ملیونه یې بې روزګاره دي، خو د

په داسې حال كې چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو ۱۲ كلن حضور په پاى ته رسېدو دى، ورسره جوخت په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه هم مخ پر لوړېدو ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ارقامو له مخې دم ګړۍ په افغانستان کې د ۹ ملیونه ګارګرو له ډلې شاوخوا ۳ ملیونه یې بې روزګاره دي، خو د احصایې د مرکز اداري د معلوماتو پر اساس د کار په شرایطو د برابرو کسانو ۲۵ فیصده بې روزګاره دي چې شمېر یې يو مليون تنو ته رسېږي.

كليد ګروپ دا ځل په هېواد کې د بې روزګارۍ د کچې د معلومولو په هدف د استخدام د چارو برابروونکو ادارو او موسسو ور ټکولی دی. دا موندنې ښيي چې دغو ادارو ته د کار د غوښتونکو په شمېر کې د تېر کال په نسبت نیم په نیمه زیاتوالی او د دولتي او خصوصي ادارو، موسساتو او انجوګانو د جذب په کچه کې کموالی راغلی دی.

د کلید ګروپ موندنې په هېواد کې د بې روزګارۍ د زیاتېدو عوامل، د بهرنیو مرستو راکمېدل، د پي ارټي ګانو تړل کېدل او د کارموندنې په برخه کې د کره دولتي تګلارو نشت په ګوته کوي.

د افغانستان لپاره د بهرنيو مرستو همغږې كوونكې اداره (اكبر) په هېواد کې د بې روزګارۍ د زیاتېدو عمده علت د بهرنیو مرستو کمېدل په ګوته کوي چې په نتیجه کې یې موسسو او انجوګانو په خپلو ادارو کې د مصارفو د کمولو په هدف د کارکوونکو په انفکاک لاس پورې کړی او د جذب ډېره شیمه نه ده ورپاتې شوې.

د افغانستان لپاره د بهرنيو مرستو همغږې كوونكې اکبر اداره د خپلې وېبپاڼې له لارې د دندې له پلټونكو سره د دندې په پيدا كولو كې مرسته كوي. د دغې ادارې مرستیال نجیب الله تجلي که څه هم د دوی له لوري د کارموندنې اعلانونو د خپرولو په کچه کې توپیر نه مني، خو وړاندیز کوي چې حکومت باید د کارموندنې او د کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره پرځای ګامونه واخلي.

اكبر ډاټ اورګ د اكبر موسسې د كار موندنې وېبپاڼه ده. اکبر موسسه په ۱۹۸۸ میلادي کال کله چې افغان کډوال پاکستان کې مېشت وو د بهرنیو مرستو د همغږي کولو لپاره ایجاد شوې او اکبر ویبپانه بیا په ۲۰۰۱ میلادي کال د افغانانو لپاره د کاموندنې په هدف پرانستل شوې ده.

خو د کابل ولایت اوسېدونکی احمد فرید نیازي چې درې میاشتې مخکې په یوه بهرني دفتر کې کار کاوه او وس وزګار شوی دی، وايي چې وخت ناوخت دغې ویبپاڼې ته سر وهي، خو تراوسه یې کار نه دی موندلی، هغه وايي:(( اکبر ښه سایټ دی، تېرځل هم ما د همدغه سایت له لارې ځانته وظیفه پیدا کړې وه، خو اوس په کې د کارموندنې عام اعلانات کم دي، فقط موسسې او ادارې د هغو بستونو لپاره اعلان ورکوي چې ډېر ترې مجبوره وي.))

د احمد فرید په خبره د مرستو له کمېدو سره ډېری هغو ادارو چې په بهرنیو مرستو اتکا لرله، خپل پرسونل کم کړی دی، هغه وايي: (( ډېر ملګري مې وزګار شوي دي، هر یو ته چې زنګ وهم راته وايي چې زموږ ادارې پرسونل کم کړی دی، زه هم درې میاشتې مخکې د همدې لپاره وزګار شوم چې زموږ ادارې شاوخوا ۳۰ تنه کم کړل، اوس فقط دا ۳۰ تنه د افغانستان په ۲۰۰۰ انجويي ادارو ضرب کړه، وګوره چې څومره خلک به سږګال وزګار شوي وي.))

د (جابز ډاټ اف) وېبپاڼې مسوولين ښاغلي احمد فرید نیازي ته ورته نظر لري او وايي، د كارموندنې په هغو اعلانونو كې چې په دغه پاڼه كې خپرېږي په څرګند ډول توپير راغلى او په لويه كچه د دندو اعلانونه كم شوي دي.

د دغې پاڼې مسوول شكیب محسن يار وايي، د روان كال په لومړيو كې يې په خپله پاڼه هره مياشت له ۵ تر ۶ سوو د كارموندنې اعلانونه درلودل، خو اوس چې د بې كارۍ ستونزه پراخه شوې دغه كچه په مياشت كې ۲سوو ته راټيته شوې ده.

محسن يار زياتوي، تر دې وړاندې دوى په خپله وېبپاڼه ۲۰ زره  داسې كسان درلودل چې دنده لټوي، خو اوس دغه شمېره دوه برابره شوې چې ۴۰ زره ته رسېږي: (( دا ټول هغه كسان دى چې مهارتونه لري، تحصيلات يې هم بشپړ كړې دي، خو د دندو كموالي دوى بې روزكاره كړي، دا شمېره په تېرو ۹ مياشتو كې دوه برابره شوې ده.))

محسن يار تاييدوي چې له بهره افغانستان ته راتلونكې پيسې او فنډونه چې د موسسو او انجوګانو له لوري لګول كېږي، كمې شوې دي: (( زموږ د وېبپاڼې يوه برخه د موسسو له لوري د پروژو اعلان ته ځانګړې شوې ده.)) جابز ډاټ اف ویبپاڼې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د کار له پلټونکو سره د کارونو د موندلو په هدف رامنځته شوې ده.

هرکال یو فیصد بې روزګاري

له بل لوري د افغانستان د احصايې مركزي اداره وايي چې هر كال په تخميني ډول په افغانستان كې نيم يا ۱ فيصد بې كاري زياتېږي. د دغې ادارې سرپرست او مسلكي مرستيال استاد حسيب الله موحد وايي، د افغانستان نفوس هر كال په كلني ډول ۲ اعشاريه ۳ فيصده ډېرېږي، خو استخدام د دې فيصدۍ پر خلاف خورا كم دى.

د موحد په خبره د بې كارۍ لپاره د افغانستان د ملي تعريف له مخې هغه كسان چې د كار په شرايطو برابر دي ۲۵ فيصده يې بې كاره دي چې شمېر یې  يو مليون او ۲۰۶ تنو ته رسېږي: (( دا هغه كسان دي چې يا له سره كار نه لري يا هم په اوونۍ كې يو يا دوه ورځې كار لري چې عايد يې د هغه د ژوند اقتصادي اړتياوې نه شي پوره كولاى.))

موحد زياتوي، د كار نړيوال سازمان بيا د كار لپاره خپل بیل تعريف لري: (( كه يو نفر په اوونۍ كې يوازې يو ساعت هم كار وكړي، نو د دغه تعريف له مخې د کار خاوند شمېرل كېږي چې دا ډول کسان د افغانستان د نفوس ۵ فیصده جوړوي.))

موحد زياتوي له بده مرغه په افغانستان كې د بې كارۍ د كمولو لپاره د كار د رامنځته كولو سرچينې وجود نه لري، نو له همدې كبله بې كاري كال په كال زياتېدونكې ده: (( له يوې خوا نفوس زياتېږي او له بل لوري كال په كال تحصيلي ادارې محصلين فارغوي چې كميت ته یې په كتو ورته د كار زمينه نشته دی.))

د تېرکال د کانکور د داوطلبانو شمېر له ۱۱۷ زرو ډېر وو او شاوخوا ۴۱ زره په دې وتوانېدل چې د خپلې خوښې تحصیلي موسسو ته لاره وکړي او پاتې نور بې نتیجې اعلان شول.

۳۰ زره نوي بې كاران

پي ار ټي یا د ولایتي بیارغونو ډلې هم په افغانستان کې د ځوانانو د جلب او جذب لپاره ښه مراکز ګڼل کېدل، دم ګړۍ یوازې په دریو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو دغه پي ار ټي ګانې یا د ولایتي بیارغونې ډلې پاتې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند نجیب الله امین وايي چې مخکې د هېواد په کچه په ۲۷ ولایتونو کې پي ار ټي ګانې وې چې د دوى له خوا په پراختیايي پروژو کې څه باندې دیرشو زرو کسانو کار کاوه، خو په خبره یې اوس دغه کسان د کار په لټه کې دي.

د اکثرو پي ار ټي ګانو یا د ولایتي بیارغونې ډلو له تړل کېدو سره د زرګونه تنه د بې روزګاره کېدو ترڅنګ ویل کېږي چې په ځینو ولایتونو کې د دې ډلو یو شمېر پراختیايي پروژې هم نیمګړې پاتې دي.

نجیب الهل امین وايي، دې ټیمونو د ایساف په چوکاټ کې څه باندې لس کاله فعالیت کړی او شاوخوا يو کال کېږي چې په ډېرو ولایتونو کې یې خپل کارونه درولي دي: (( دوى څه ناڅه کارونه کړي، خو په پروژو کې یې لومړیتوبونه تر ډېره حده په پام کې نه دي نیولي، دا ټیمونه اوس مهال یوازې په دریو ولایتونو غزني، روزګان او فراه کې پاتې دي.))

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دې ټیمونو په دې موده کې په خپلو پروژو څه باندې نهه سوه ملیونه ډالره لګولي دي.

پکتیکا یو له هغو ۲۷ ولایتونو دی چې د ولایتي بیارغونې ډله په کې فعاله وه، خو اوس تړل شوې ده. د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان، د دې ټیمونو د فعالیت په هکله وايي: (( له یوولسو کلونو راهیسې یې په پکتیکا ولایت کې کار کړی، خو اوس مهال یې کارونه بند شوي. د دوى چارې اوس سیمه ییزې ادارې ته سپارل شوې، خو په دې لاره کې دوه ستونزې لرو، یوه د خلکو وزګارتیا او بله د بودجې نشتوالی))  د خوست ولایت اوسېدونکی ګل رسول چې وزګار شوی دی، وايي: (( په دې ټیمونو( پي ار ټي ګانې) کې مو کار کاوه، اوس وزګار یو، زما په شان د کلي ډېر ځوانان وزګار شوي دي.))

د ۱۳۸۹ كال د سلواغې په ۶ مه جمهور رئيس حامد كرزي د ولسي جرګې غونډې ته په خبرو كې د بهرنيو ځواكونو د بيارغونې پر ډلو سخته نيوكه وکړه او دغې ډلې يې د افغانستان له ادارو سره موازي ادارې بللې وې. جمهور رئيس كرزي ټينګار كړى و چې د نړيوالې ټولنې د برياليتوب راز په دې كې دى چې د افغانستان ملاتړ وكړي او د افغانستان له ملي ادارو سره موازي ادارې جوړې نه كړي.

خو هغه مهال د كليد ګروپ موندنو ښوده چې د سيمه ييزو ادارو چارواكو او واليانو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د پي ار ټي ډلو پر شتون ټينګار كاوه او استدلال يې دا و چې سيمه ييزې حكومتي ادارې په هغه كچه پياوړې نه دي چې ټولې د بيارغونې چارې په يوازې سر مخكې يوسې او پراختيايي پروژې پلې كړي.

خو دې ته په غبرګون كې هغه مهال د جمهور رئيس د وياند مرستيال سيامك هروي د پي ار ټي ګانو له لوري د پروژو د كار د كيفيت پر ټيټوالي د ټينګار تر څنګ ويلي و: (( په وروستيو كې يو شمېر پي ار ټي ګانو خپلې پيسې چې د افغانستان د بيارغونې لپاره ځانګړې شوې وې، يو شمېر اوپراتيفي برخو او د يو شمېر اېجنټانو ګمارلو ته ځانګړې كړې دي.))

خو دم ګړۍ چې له دې دركه د افغانستان د بې كارانو پر ټولګې ۳۰ زره نوي كسان ور زيات شوي، پوښتنه دا ده چې حكومت ورته د كار موندلو په برخه كې څه كړي دي؟ د اقتصاد وزارت وياند نجيب الله امين وايي، دوى هم لاس په كار شوي او يوه نوې كړنلاره یې جوړه كړې چې د وزيرانو شورا هم تصويب كړې ده.

د امين په خبره د دې پاليسۍ له مخې له دې وروسته هېڅ انجو يا موسسه نه شي كولاى داسې يو كس له بهره د كار لپاره راولي چې په افغانستان كې موجود وي: (( موږ له انجوګانو سره غونډې كړې دي او له هغوى مو په جدي توګه غوښتنه كړې چې نور د بهرنيو كسانو پر ځاى افغانان پر كار وګماري.))

دم ګړۍ شاوخوا ۲۱۰۰ انجوګانې په افغانستان كې فعاليت لري.

امين وړاندې وايي، د دغې كړنلارې بله برخه پر دې تمركز كوي چې بايد د افغانستان په فابريكو او د كانونو د راويستلو په چارو كې د بهرنيانو پر ځاى افغانان وګمارل شي. امين كه څه هم د كليد د يوې پوښتنې په ځواب كې مني چې دغه ګام خورا ناوخته دى او تر څنګ يې د كانونو او فابريكو په چارو كې هم د پرمختياوو پر ځاى شاتګونه شوي، خو ډاډ وركوي چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به د دوى د دې ډول پروګرامونو له مخې د بې كارۍ مخه نيول كېږي.

روابط پالنه

له بل لوري د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كمسيون هغه ارګان دى چې د دولتي دندو د ترلاسه كولو پروسه تنظيموي، ډېرى وخت پر دغه كمسيون نيوكه كېږي چې ډېر كله د ضوابطو پر ځاى روابط په پام كې نيسي.

د دغه كمسيون چارواكو هم له كليد سره په خبرو كې ومنله چې لا هم د مقرريو په بهير كې د دولتي چارواكو غوښتنو د دغه كمسيون كاري بهير اغېزمن كړى دى.

د اداري اصلاحاتو د كمسيون د دارالانشا مشر ذبيح الله ساوېز وايي: (( له شكه پرته په داسې شرايطو كې چې د قانون مندۍ او قانون منلو شرايط برابر نه وي، اصلاحات هم له هغې اغېزمن كېږي، خو يو شمېر میكانيزمونه چې د كمسيون له لوري او د وزارتونو له لوري په لاره اچول شوي، كولاى شي دغه اغېز كم كړي.))

ساوېز زياتوي، د نویو ميكانیزمونو له مخې چې په لاره اچول شوي له كارموندونكي سره د مركې پر وخت د مدنې ټولنې او اكاډميكو ادارو استازي هم شامېلېږي، څو له دغې پروسې څارنه وكړي: (( دغه راز تحريري ازموينه چې اخستل كېږي د پارلمان او مدني ټولنې استازي په دغه پروسه كې شاميليږي او له دې پروسې څارنه كوي.))

ذبيح الله ساوېز وړاندې وايي، اوس اوس پر نوې پاليسۍ كار كوي چې له مخې يې هغه كسان چې غواړي د واسطې پر مټ بريالي شي له هر څه محروم شي او هغه څوك چې غواړي هغه ته واسطه شي د رسنيو او كابينې له لوري اعلان او رسوا شي.

له بل لوري ساوېز وايي، د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كمسيون د کار له پیله، ډېرى بستونه ازادې سيالۍ له لارې ډك شوي دي.

د اداري اصلاحاتو کمسیون په ۱۳۸۲ لمریز کال د جمهور رئیس کرزي د یوه فرمان له مخې ایجاد شوی دی.

خارج ته د ګارګرو استول

په ۱۳۸۸ لمریز کال افغان حکومت له قطر سره داسې یو تړون امضا کړ چې له مخې به یې افغان ګارګران د کار لپاره واستول شي. له دغه تړون څخه اوس شاوخوا څلور کاله تېرېږي، خو داسې ښکاري چې دا پروسه اوس هم ټکنی ده. د تېر ۱۳۹۱ لمریز کال په عقرب کې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند وویل چې د یو شمېر ماهرو او تجربه کارو افغانانو په هغه لیست کار کوي چې له مخې به یې قطر ته د کار لپاره واستول شي. مګر دا کسان تر اوسه نه دي استول شوي.

د كار او ټولنيزو چارو په وزارت کې د بشري قوې او د كار د چارو د تنظيم عمومي رئيس خيرمحمد نيرو وايي، دوى مخكې هم غوښتل چې بهرنيو هېوادونو ته خپل كارګر ولېږي او اوس هم په همدې هڅه كې دي: (( موږ پوره چمتووالى لرو چې دغو هېوادونو ته خپل كارګر ولېږو، خو له بده مرغه تردې مهاله دغو هېوادونو د كارګرو غوښتنه نه ده كړې او په علت يې هم نه پوهېږو.))

خيرمحمد نيرو زياتوي، دوى له دغو هېوادونو سره مستقيمه اړيكه نه لري او دغه اړيكې د بهرنيو چارو وزارت له لوري تنظېږي: (( څو څو ځله مو بهرنيو چارو وزارت ته مكتوبونه لېږلي، خو تر دې مهاله د كارګرو د غوښتنې په تړاو دغه وزارت هم له يادو هېوادونو كوم څرګند ځواب نه دى تر لاسه كړى.))

نيرو د دې پوښتنې په ځواب كې چې د كار او ټولنيزو چارو وزارت د بې كارۍ د زياتېدو د مخنيوي لپاره څه كړي او كوم نور پروګرامونه تر لاس لري، وويل چې دغه وزارت د كار د رامنځته كولو او استخدام مسووليت نه لري، بلكې په دې برخه كې د پاليسۍ جوړولو چارو مخكې وړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA