ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۳ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول. دا په روان ۲۰۱۲ ميلادي كال كې لومړى بريد دى، چې په دې سيمه كې ترسره كېږي. د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې […]

نویسنده: The Killid Group
21 مرغومی 1390

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول. دا په روان ۲۰۱۲ ميلادي كال كې لومړى بريد دى، چې په دې سيمه كې ترسره كېږي.

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله لږ تر لږه ۳ تنه ووژل شول.

دا په روان ۲۰۱۲ ميلادي كال كې لومړى بريد دى، چې په دې سيمه كې ترسره كېږي.

وروسته له هغې، چې د تېر كال د نومبر په شپږ ويشتمې، امريكايي ځواكونو په مومند ايجنسۍ كې پر سلاله پوستې هوايي بريد وكړ او له كبله يې د پاكستان او امريكا ترمنځ اړيكې خړې پړې شوې د بې پيلوټه الوتكو بريدونه هم ودرېدل.

په سيمه كې يوه چاراكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې بېګا شپه د امريكا بې پيلوټه الوتكې له ميرانشاه څخه ۳ كليومتره لرې ختيځ لور ته په ګورا قبرستان سيمه كې پر يوه كور د مزايلو بريد كړى، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه ووژل شول.

د نوموړي په وينا، په نښه شوي كور كې د حافظ ګل بهادر د ډلې كسان اوسېدل، خو دا، چې  وژل شوي كسان سيمه ييز طالبان كه بهرنيانو وو، په اړه يې دا مهال څه معلومات نشته.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA