ads

د ځايي اورپكو پر مركزونو د پاكستاني پوځ هوايي بريدونه

د پاكستان په قبايلي سيمو اوركزۍ او كرمې ايجنسيو كې پاكستاني پوځ د اورپكو پر مركزونو هوايي بريدونه كړي، چې له امله يې ۸ اورپكي وژل شوي دي. د پاكستان په قبايلي سيمو اوركزۍ او كرمې ايجنسيو كې پاكستاني پوځ د اورپكو پر مركزونو هوايي بريدونه كړي، چې له امله يې ۸ اورپكي وژل شوي […]

نویسنده: The Killid Group
5 مرغومی 1390
د ځايي اورپكو پر مركزونو د پاكستاني پوځ هوايي بريدونه

د پاكستان په قبايلي سيمو اوركزۍ او كرمې ايجنسيو كې پاكستاني پوځ د اورپكو پر مركزونو هوايي بريدونه كړي، چې له امله يې ۸ اورپكي وژل شوي دي.

د پاكستان په قبايلي سيمو اوركزۍ او كرمې ايجنسيو كې پاكستاني پوځ د اورپكو پر مركزونو هوايي بريدونه كړي، چې له امله يې ۸ اورپكي وژل شوي دي.

يوه ځايي لوړ پوړي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د نن سهار د پاكستاني پوځ ګن شپ هليكوپټرو او جيټ الوتكو د اوركزۍ او كرمې ايجنسيو په بېلابېلو سيمو كې د اورپكو پر مركزونو بمباري كړې، چې په ترڅ كې يې ۸ تنه وژل شوي او پنځه مركزونه يې له منځه وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د اوركزۍ ايجنسۍ د هنګو په ګاونډې كې پرته سيمه ده او په هنګو كې له تېرو دو كالو راهيسې د ترهګرو او ځايي طالبانو پر ضد نا اعلان شوي عمليات روان دي، چې په ترڅ كې يې پر مخالفينو سربېره ګڼ شمېر امنيتي ځواكونو ته هم زيان اوښتى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA