ads

له عراقه د امريكايي پوځ وروستۍ ډلګۍ هم ووته

د امريكايي پوځ وروستۍ ډلګۍ هم د عراق له خاروې ووته او كويټ ته ننوته او په دې سره په عراق كې د دوى ماموريت پايته ورسېد. په شاوخوا سلو بند موټرو كې د ۵۰۰ سپرو امريكايي سرتېرو دغه كاروان بېګا ټوله شپه د جنوبي عراق په دښته كې سفر وكړ او نن د امريكايي […]

نویسنده: The Killid Group
27 لیندۍ 1390
له عراقه د امريكايي پوځ وروستۍ ډلګۍ هم ووته

د امريكايي پوځ وروستۍ ډلګۍ هم د عراق له خاروې ووته او كويټ ته ننوته او په دې سره په عراق كې د دوى ماموريت پايته ورسېد. په شاوخوا سلو بند موټرو كې د ۵۰۰ سپرو امريكايي سرتېرو دغه كاروان بېګا ټوله شپه د جنوبي عراق په دښته كې سفر وكړ او نن

د امريكايي پوځ وروستۍ ډلګۍ هم د عراق له خاروې ووته او كويټ ته ننوته او په دې سره په عراق كې د دوى ماموريت پايته ورسېد.

په شاوخوا سلو بند موټرو كې د ۵۰۰ سپرو امريكايي سرتېرو دغه كاروان بېګا ټوله شپه د جنوبي عراق په دښته كې سفر وكړ او نن سهار د عراق له پولې تېر او كويټ ته ننوتل.

د امريكا جمهور رييس بارك اوبام د روانې اونۍ په پيل كې د عراق له صدراعظم نوري المالكي سره د لېدنې پرمهال په عراق كې د جنګ د پاى رسمي اعلان كړى و.

امريكايي ځواكونو پر عراق د ۲۰۰۳ ميلادي كال په مارچ مياشت كې بريد كړى و، چې په پايله كې يې د هغه مهال جمهور رييس صدام حسين له واكه لرې شو.

په دې جګړې كې شاوخوا ۴۵۰۰ امريكايي سرتيري ووژل شول، ۳۲ زره ټپيان شول او دغه راز په دې جګړې شاوخوا ۱۰ مليارده ډالره لګښت وشو-  د دغې جګړې په جريان كې شاوخوا سل زره عراقيانو هم خپل ژوند له لاسه وركړ.

په عراق كې د جګړې د عروج پرمهال ۵۰۰ پوځي مركزونه جوړ شوي وو، چې پكې ۱۷۰ زره امريكايي سرتېري ځاى پرځاى شوي وو.

له عراقه د امريكايي پوځ د وروستۍ ډلګۍ له وتو ورسته اوس په عراق كې ۱۵۷ سرتيري پاتې دي، چې دوى په امريكايي سفارت كې د زده كړې وركولو او له ديپلوماتيك ماموريت څخه د ساتنې دنده پرغاړه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA