د پاکستان د خيبر پښتونخوا په کارخانو مارکيټ کې شاوخوا نيم ساعت وړاندې د پوليسو د تالاشۍ پوستې ته څېرمه درنه چاودنه شوې، چې له كبله يې ۱۲ تنه ټپيان شول.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا په کارخانو مارکيټ کې شاوخوا نيم ساعت وړاندې د پوليسو د تالاشۍ پوستې ته څېرمه درنه چاودنه شوې، چې له كبله يې ۱۲ تنه ټپيان شول.
په حيات اباد كې د ميډيكل كمپلكس په نامه روغتون چارواكو پاكستاني رسنيو ته ويلي، چې له يادې پېښې دې روغتون ته ۱۲ ټپيان وروړل شوي دي.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې ياده چاودنه په موټر كې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونكو توكو پرمټ رامنځته شوې ده، خو د دې خبرې پخلى لا كومې رسمي سرچينې نه دى كړى.
ځايي پوليس وايي، چې دې پېښې په تړاو يې څوك نه دي نيولي، خو په اړه يې پلتنې پيل کړي دي.
د يو بل خبر له مخې په ورته وخت کې د خيبر ايجنسۍ په وزير ډنډ سيمه کې هم يوه درنه چاودنه شوې.
تراوسه د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دې دواړو پېښو مسؤليت تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ