ads

د ځانوژنې پر زياتېدونكو پېښو د بشري حقونو د كمېسيون اندېښنه

د بشري حقونو كمېسيون په پاكستان كې د ځانوژنې د پېښو په ډېرېدو، د ولس په مايوسۍ او د پاكستاني حكومت په بې پروايى اندېښنه ښودلې. ياد كمېسيون په يوه راپور كې ويلي، چې په اسلام اباد كې د پارلمان مخې ته د نوشهرو فيرز ولسوالۍ يو راجا له حالاتو څخه په تنګ شو او […]

نویسنده: The Killid Group
5 لړم 1390
د ځانوژنې پر زياتېدونكو پېښو د بشري حقونو د كمېسيون اندېښنه

د بشري حقونو كمېسيون په پاكستان كې د ځانوژنې د پېښو په ډېرېدو، د ولس په مايوسۍ او د پاكستاني حكومت په بې پروايى اندېښنه ښودلې. ياد كمېسيون په يوه راپور كې ويلي، چې په اسلام اباد كې د پارلمان مخې ته د نوشهرو فيرز ولسوالۍ يو راجا له حالاتو څخه په تنګ شو او ځانوژنه يې

د بشري حقونو كمېسيون په پاكستان كې د ځانوژنې د پېښو په ډېرېدو، د ولس په مايوسۍ او د پاكستاني حكومت په بې پروايى اندېښنه ښودلې.

ياد كمېسيون په يوه راپور كې ويلي، چې په اسلام اباد كې د پارلمان مخې ته د نوشهرو فيرز ولسوالۍ يو راجا له حالاتو څخه په تنګ شو او ځانوژنه يې وكړه، چې له هغې پېښې وروسته په ټول پاكستان كې د ځانوژونكو شمېره ۱۷ زره تنو ته ورسېده.

په راپور كې ويل شوي، چې په دې شمېرې كې هغه اته سوه تنه شامل نه دي، چې په ځانوژنې نه دي بريالي شوي.

د سرچېن د راپور له مخې، له يوې خوا د مجرمينو لخوا خلك وژل كېږي او له بلې خوا خلك د غريبۍ او مايوسۍ له كبله ځانوژنه كوي.

د ياد كمېسيون په وينا، د دې تراژدۍ تر ټولو افسوس ناك اړخ خو دا دى، چې د پاكستان حكومت يې په پوره بې پروايى ننداره كوي.

د بشري حقونو كمېسيون له پاكستاني حكومت څخه غوښتي، چې ولس دې له دې حالت څخه راوباسي او مخكې له دې چې خلك د خپلو غوښتنو د پوره كېدا لپاره سړكونو ته راووځي د هغوى د ستونزو په راكمولو كې دې اړين ګامونه پورته كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA