د خيبر پښتونخوا په كوز دير كې بمي چاودنه رامنځته شوې، چې د ځايي پوليسو په وينا، ۴ تنه پكې وژل شوي دي. په دير كې د پوليسو يوه افسر شېر حيات خان رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه نن سهار د كو
د خيبر پښتونخوا په كوز دير كې بمي چاودنه رامنځته شوې، چې د ځايي پوليسو په وينا، ۴ تنه پكې وژل شوي دي.
په دير كې د پوليسو يوه افسر شېر حيات خان رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه نن سهار د كوز دير له مركز تېمرګرې څخه ۳ كيلومتر لرې لويديځ لوري ته د ثمرباغ په غوره غونډۍ سيمه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو موټر پر يوه ځاى پرځاى شوي ماين وربرابر شو.
ويل كېږي دغه موټر يو ناروغ روغتون ته لېږداوه.
نوموړي زياته كړې، د يادې چاودنې له كبله په موټر كې سواره څلور واړه وژل شوي او موټر هم له منځه تللى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ