ads

باړه کې ۹ پاکستاني سرتيري ووژل شول

د پاكستان په خيبر پښتونخوا كې د امنيتي ځاكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې چې له كبله يې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په پېښور كې د فرينټير كور ملېشه ځواكونو وياند چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه پېښه تېر ماښام […]

نویسنده: The Killid Group
26 تله 1390
باړه کې ۹ پاکستاني سرتيري ووژل شول

د پاكستان په خيبر پښتونخوا كې د امنيتي ځاكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې چې له كبله يې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په پېښور كې د فرينټير كور ملېشه ځواكونو وياند چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه پېښه تېر ماښام د باړې په اكاخېل سيمه كې رامنځته شوې ده.

د پاكستان په خيبر پښتونخوا كې د امنيتي ځاكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې چې له كبله يې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په پېښور كې د فرينټير كور ملېشه ځواكونو وياند چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه پېښه تېر ماښام د باړې په اكاخېل سيمه كې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته كړې، چې ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ملېشه ځواكونه په ګزمه بوخت وو، چې پرې وسله والو مخالفينو د درنو وسلو بريد وكړ.

د نوموړي په وينا: په دغې نښتې كې د فرنټير كور ملېشه ځواكونو ۹ سرتيري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او دغه راز په ځوابي بريد كې د وسله والو مخالفينو ۱۶ تنه وژل شوي دي.

بلخوا په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد پر يوې پوستې شوى، چې له كبله يې يادو سرتېرو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

دوى زياته كړې، چې لسګونو وسله والو كسانو تېر ماښام د باړې په اكاخېل سيمه كې پر يوې امنيتي پوستې له څلورو خواو بريد وكړ.

د دوى په وينا: دغه بريد دومره زورور و، چې امنيتي ځواكونو د ځان سنبالولو موقع هم ترلاسه نه كړه.

د يادونې وړ ده، چې له يوې مودې راهيسې باړه كې د امنيتي ځواكونو پر پوستو او كاروانونو بريدونو كې ډېروالى راغلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA