ads

كوټه كې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان د بلوجستان ايالت په مركز كوټه ښار كې ناپېژاندو وسله والو په ملكي موټر ډزې كړي، چې له كبله يې۱۹ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې دغه پېښه هغه مهال د كوټې په اختراباد سيمه كې رامنځته شوه، چې نامعلومو وسله والو پر يوه ملكي […]

نویسنده: The Killid Group
12 تله 1390
كوټه كې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان د بلوجستان ايالت په مركز كوټه ښار كې ناپېژاندو وسله والو په ملكي موټر ډزې كړي، چې له كبله يې۱۹ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې دغه پېښه هغه مهال د كوټې په اختراباد سيمه كې رامنځته شوه، چې نامعلومو وسله والو پر يوه ملكي بس ډزې وكړې.

د پاكستان د بلوجستان ايالت په مركز كوټه ښار كې ناپېژاندو وسله والو په ملكي موټر ډزې كړي، چې له كبله يې۱۹ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې دغه پېښه هغه مهال د كوټې په اختراباد سيمه كې رامنځته شوه، چې نامعلومو وسله والو پر يوه ملكي بس ډزې وكړې.

په دغې پېښې كې ۱۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي، چې له پېښې وروسته سم له لاسه يوه نيمه پوځي روغتون ته( سي ايم ايچ) ته وړل شوي دي.

ويل كېږي په دغو ډزو كې وژل شوي او ټپيان هزاره قوم غړي او شيعه ګان دي.

له پېښې وروسته سيمې ته په ډېر شمېر كې امنيتي سرتېري راغلي، خو بريدګر، چې څلور نفره وو په موټرسايكلونو له سيمې تښتېدلي دي.

په سيمه كې د كوټې د پوليس مشر حسن محبوب رسنيو ته ويلي، چې ښار يې كلابند كړى او د بريدګرو لټون روان دى.

د دغې پېښې پړه لا كومې وسله والې ډلې پرغاړه نه ده اخيستې، خو تېره مياشت كې چې په مستونګ كې كومه پېښه رامنځته شوې وه د هغې پړه د لشكر جنګوي په نامه يوې وسله والې مخالفې ډلې پرغاړه اخيستې وه.

د مستونګ سيمې په پښه كې هم ناپېژاندو وسله والو د شيعه زيارت كوونكو پر بس موټر ډزې كړې وې، چې په ترڅ كې يې ۲۶ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA