ads

پېښور كې چاودنې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې د سي ډي ګانو يوه دوكان مخې ته د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې د سي ډي ګانو يوه دوكان مخې ته د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې له […]

نویسنده: The Killid Group
29 وږی 1390
پېښور كې چاودنې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې د سي ډي ګانو يوه دوكان مخې ته د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې د سي ډي ګانو يوه دوكان مخې ته د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د ځايي پوليسو د معلوماتو له مخې دغه پېښه پرون ماښام د پېښور ښار د كېسټو په يوه مشهور ماركېټ نشتر اباد كې د فلمونو د يوه دوكان مخې ته رامنځته شوې ده.

په ګل بهار كې د پوليسو د يوه مركز افسر، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې چاودېدونكي توكي د ياد دوكان مخې ته په يوه موټر سايكل كې ځاى پرځاى شوي وو.

نوموړي وويل، چې په چاودنې كې لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي او په وژل شويو كسانو كې يوه مېرمن هم شامله ده.

د ده په وينا: ټپيان يې له پېښې وروسته سمدستي د ليډي ريډنګ روغتون ته وړي، چې له ډلې يې د ۸ هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې چاودنه د ريموټ كنټرول ماين پر مټ شوې او په كې ۸ سوه كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي كارول شوي وو.

نشتر اباد د پېښور ښار د موسيقۍ يو مشهور بازار دى او تر دې وړاندې هم په دغه سيمه كې په ورته دوكانونو دوه درې ځلې چاودنې شوي دي – درې څلور كاله وړاندې هغه مهال، چې طالبان په زور كې وو، نو د دې ايالت په بېلابېلو ځايونو كې د سي ډي ګانو پر دوكانونو بريدونه معمول ګرځېدلى و.

د يادونې وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې د پېښور پوليسو خبر ترلاسه كړى وو، چې تند لاري غواړي په ښار كې ترهګريزې بريدونه ترسره كړي، چې د دغه خبر د ترلاسه كېدو وروسته په سيمه كې سخت امنيتي تدابير ونيول شول.

د دغو راپورنو له كبله په ښار كې مهم سوداګريز مركزونه د دوو ورځو لپاره تړل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA