د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د يوه پوليس افسر پر كور يو ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ کې يې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د يوه پوليس افسر پر كور يو ځانمرګى بريد شوى، چې په ترڅ کې يې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې دغه چاودنه په سيمه ييز وخت شاوخوا اوه نېمې بجې د نوموړي ښار په درخشان تاڼې سيمې کې رامنځته شوې ده.
د پېښې په ځاى کې د کراچۍ د لوېديځې حوزې د پوليسو مشر قوماندان شوکت علي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دا يو ځانمرګى بريد و.
نوموړي د بريد پړه پر پاكستانيو طالبانو واچوله او زياته يې كړه، چې ښايي دغه بريد يې د هغو ترهګرو د نيوې پرضد كړى وي، چې تېره ورځ يې نيولي وو.
نوموړى وايي، په دې چاودنه کې اته تنه، چې په کې يو ماشوم، يوه ښځه او شپږ پوليس دي، وژل شوي دي.
د شوکت په خبره، دغه وژل شوي پوليس د ياد کور ساتونکي او ښځه له خپل ماشوم سره ښوونځي ته پر لاره وه، چې ووژل شول.
بلخوا په سيمه كې د جناح روغتون چارواكو ويلي، چې په دې پېښه كې ۳ پوليس او ۵ ملكي وګړي وژل شوي دي.
د همدې روغتون يوه ډاكټر سیمی جمالی د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د پېښې له ځايه يې دوى ته ۸ جسدونه او ۴ ټپيان راوړي، چې درې ټپيان له درملنې وروسته رخصت شوي او يو لا هم تر درملنې لاندې دى.
همداراز په کراچۍ ښار کې يوه بل چارواکي دپېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل: دى ګمان کوي، چې دغه چاودنه به د ٣٠٠ كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو پر مټ شوي وي.
سرچينې زياته كړې، چې تر دې وړاندې هم چوهدري اسلم ته د وسله والو طالبانو له لوري د مرګ ګواښونه شوي وو.
چوهدري اسلم، چې له بريده روغ وتلى رسنيو ته وويل، لا له مخکې طالبانو ده ته ګواښونه کړي وو.
د يادې ادارې چارواکو تېر کال په کراچۍ ښار کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د پاكستانيو طالبانو پاکستان د تحري او نورو ناقانونه وسله والو ډلو د ۱۵۳کسانو د نيولو ادعاوې هم کړې وې.
د دغه بريد مسووليت د پاكستانيو طالبانو تحريك پر غاړه اخيستى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ