ads

د اختر د لمانځه پر مهال چاودنې ٢٢تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کويټه کې د موټر بم په يوه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي .چاودنه د وږي په ٩مه، سهار مهال د کويټې ښار د عملدار سړک په يو موټر کې هغه مهال وشوه ، چې شيعه مسلمانانو د اختر لمونځ ادا کاوه.د […]

نویسنده: The Killid Group
10 وږی 1390
د اختر د لمانځه پر مهال چاودنې ٢٢تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کويټه کې د موټر بم په يوه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي .چاودنه د وږي په ٩مه، سهار مهال د کويټې ښار د عملدار سړک په يو موټر کې هغه مهال وشوه ، چې شيعه مسلمانانو د اختر لمونځ ادا کاوه.د پېښې په ځاى کې يو تن عيني شاهد داد محمد رسنيو ته وويل چې چاودنه په يو موټر کې، چې چاودېدونکي توکي پکې ځاى پر ځاى شوي و، د مري اباد سيمې په علمدار سړک وشوه

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کويټه کې د موټر بم په يوه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي .چاودنه د وږي په ٩مه، سهار مهال د کويټې ښار د عملدار سړک په يو موټر کې هغه مهال وشوه ، چې شيعه مسلمانانو د اختر لمونځ ادا کاوه.

د پېښې په ځاى کې يو تن عيني شاهد داد محمد رسنيو ته وويل چې چاودنه په يو موټر کې، چې چاودېدونکي توکي پکې ځاى پر ځاى شوي و، د مري اباد سيمې په علمدار سړک وشوه .

هغه زياته کړه چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر ډېره وخته پورې يې سيمه له لوګيو او دوړو ډکه کړې وه.داد محمد وويل چې په پېښه کې يو شمېر دوکانونه او  جومات ته څېرمه ولاړ موټر هم له منځه تللي دي.دده په خبره، په پېښه کې لس تنه وژل شوي او د شلو په شاو خوا کې نور ژوبل دي .

د کويټې د ملکي روغتون يو تن ډاکټر شمس الله وويل چې د  ترلاسه شويو معلوماتو په اساس، تر اوسه پورې پنځه جسدونه دوى او پنځه نور د کويټې بولان ميډيکل روغتون ته لېږدول شوي دي .ده وويل په پېښه کې د ټپي شويو کسانو شمېره اتلس  تنه وه ، چې د دوو تنو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى .خو د کويټې د پوليسو مشر حميد شکيل بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پېښه کې وژل شوي کسان پنځه او ژوبل شوي اوولس تنه دي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA