په داسې حال کې چې افغان فلم ۲۰۰ خصوصي فلمي کمپنیو ته د فعالیت اجازه ورکړې، منتقدين وايي چې ځینې یې اصلا سينمايي ارزښتونه نه پېژني.
په داسې حال کې چې افغان فلم ۲۰۰ خصوصي فلمي کمپنیو ته د فعالیت اجازه ورکړې، منتقدين وايي چې ځینې یې اصلا سينمايي ارزښتونه نه پېژني.
د دوی په عقیده د ازاد بازار د رامنځ ته كېدو له كبله هر څوک چې ځان سينماګر معرفي كړي، كولى شي له افغان فلم د فعالیت جواز ترلاسه کړي.
د سينما يو تن مسلكي سينماګر، كارګردان او مستند جوړونكى وحيد نذيري وايي 🙁 (هر څوك چې د سينماګر په نوم افغان فلم ته راځي په ډېره اسانۍ د سينمايي فعاليت جواز ترلاسه كوي.))
د نذيري په وينا د ازاد بازار څخه په ناوړه استفادې ډېرو داسې خلكو هم د سينما جوازونه اخستي چې د افغاني ټولنې په لوړو ارزښتونواو كلتوري ځانګړنو نه پوهيږي.
نوموړى وايي: ((دا ډول اشخاصو ته بايد په هيڅ صورت د سينما جواز نه واى وركړل شواى.))
نذيري په هېواد كې شاوخوا د ۱۹۰ كمپنيو فعاليت ته په اشارې وايي:(( دغې بې بندوبارۍ او له قيد او شرط پرته د سينما جواز وركولو، زموږ په سينما كې د مبتذلو او بې ګټې فلمونو جوړېدو ته لاره اواره كړې چې زموږ ولس ته د منلو وړ نه دي.))
نوموړى زياتوي:(( څو واره مو په دې برخه كې مسؤلو چارواكو ته شكايت كړى، خو هغوى په دې پلمه چې د دولت پاليسي د بيان او مطبوعاتو ازادي او ازاد بازار دى، د سينما په برخه كې سانسور نه خوښوي اوهرچاته جواز وركوي.))
نذيري وايي: ((د بيان ازادي دې ته نه وايي چې سينما دې د غير مسلكي افرادو په اختيار كې وركړل شي، ځكه چې سينما د ولس د فرهنګ هېنداره ده: (( هغه كسان بايد د سينما جواز ولري چې د ولس فرهنګي، تاريخي او ټولنيز ارزښتونه پېژني.))
نذيري زياتوي تر دې وړاندې هرچاته د سينما د كار په اړه جواز، نه وركول كېده، چا به چې يو فلم جوړولو، لومړى به د سينما له بورډ څخه تېرېده او د جوازغوښتونكي د كار تر ارزيابۍ وروسته به د جواز د وركولو په اړه د كمسيون د غړيو له خوا پرېكړه كېده، خو اوس هر څوك كولاى شي د فلم جوړولو جواز واخلي.
د نذيري په باور(( دولت د دې لپاره خلكو ته د جواز په وركولو كې سانسور نه كوي چې دوى ته د سينماګرانو د فعاليت له مخې هركال يوه اندازه ماليه تحويليږي.))
د افغان سينما بل لوبغاړى او كارګردان غفار ظلام وايي: ((د دې لپاره چې دولت هرچاته د سينما د فعاليت جواز وركړى، په سلو كې د ۹۰ كمپنيو فعاليتونه كمزوري دي.))
نوموړى وايي، كه دولت دا لړۍ جاري وساتي او هرچاته د سينما جواز وركړي زموږ سينما به نوره هم ضعيفه شي او د ګټې پر ځاى به افغان سينما د نابودۍ سره مخ شي.
ظلام له مسؤلو چارواكو وغوښتل چې د سينمايي فعاليتونو د جوازونو له وركولو وړاندې دې د جواز اخستونكو تحصيلي اسناد او هنري تومنه په غور او دقت مطالعه كړي او هغه فلمي كمپنۍ دې لغوه اعلان كړي چې تحصيلي اسناد او كاري سوابق نه لري.
د افغان سينما ډاېركټر او د افغان فلم د كارګردانانو د بورډ مشر احد ژوند بيا وايي، دولت د جواز په وركولو كې يو څه محدوديتونه لري، خو په وينا يې هغسې محدوديتونه نه دي چې هغه دې د سينما پر كيفيت مثبت اثر ولري: ((دولت هغو كسانو ته د سينمايي فعاليت جواز نه وركوي څوك چې په دولت كې رسمي دنده لري.))
نوموړى وايي اوس سينما د سوداګرۍ بڼه خپله كړې، دې ته نه كتل كيږي چې د جواز اخستونكى د سينمايي كارونو وړتيا لري كه نه؟
احد ژوند، نذيري ته ورته نظر لري او زياتوي :(( له همدې کبله ده چې زموږ زيات فلمونه د ليدو وړ نه دي.))
ژوند له لوړ پوړو چارواكو غواړي چې د سينما هنر ته په پام هغو كسانو ته د جواز له وركولو ډډه وكړي چې سينماګران نه دي او يوازې د خپل شهرت لپاره سينما ته راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ