ads

د سینما کارېدونکې غیر معیاري ډیجیټلي کمرې

يو شمېر سينماګران، په افغان سينما كې كارېدونكې ډیجیټلي كمرې تر معيار ټيټې بولې او ادعا كوي چې د فلمونو پر كيفيت يې هم بده اغېزه كړې ده. د دوى په باور كه چېرته دولت له فلم جوړوونكو پروډكشنونو سره مرسته وكړي، د افغان فلمونو خوند او رنګ به نور هم زيات شي. يو شمېر […]

نویسنده: The Killid Group
23 زمری 1390
د سینما کارېدونکې غیر معیاري ډیجیټلي کمرې

يو شمېر سينماګران، په افغان سينما كې كارېدونكې ډیجیټلي كمرې تر معيار ټيټې بولې او ادعا كوي چې د فلمونو پر كيفيت يې هم بده اغېزه كړې ده. د دوى په باور كه چېرته دولت له فلم جوړوونكو پروډكشنونو سره مرسته وكړي، د افغان فلمونو خوند او رنګ به نور هم زيات شي.

يو شمېر سينماګران، په افغان سينما كې كارېدونكې ډیجیټلي كمرې تر معيار ټيټې بولې او ادعا كوي چې د فلمونو پر كيفيت يې هم بده اغېزه كړې ده.

د دوى په باور كه چېرته دولت له فلم جوړوونكو پروډكشنونو سره مرسته وكړي، د افغان فلمونو خوند او رنګ به نور هم زيات شي.

د افغان سينما وتلى ډايركټر، سناريسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاكار پوهنمل واحد نظري  وايي:(( نن سبا چې په افغانستان كې د فلم لپاره كومې كمرې استعماليږي ډيجيټل دي چې د پخوانيو هغو ( انالوګ) كمرو په نسبت  په كم وخت كې د ډېر كار وړتيا لري.))

د نظري په باور دغه كمرې سربېره پر دې چې په آسانۍ د استعمال وړ دي د كيفيت له مخې هم تر ډېره بريده ښه كار كوي، خو په افغان سينما كې كارېدونكې كمرې چې نن سبا د شخصي پروډكشنونو له خوا كارول كېږي، تر ډېره بريده هغه كمرې دي چې په ودونو او يا شخصي مراسمو كې ترې كار اخستل كېږي او د فلم د جوړولو وړتيا نه لري.

نظري  وړاندې وايي:((د ډيجيټل كمرو رامنځته كېدو كه له يوې خوا فلمي صنعت ته وده وركړې، خو له بلې خوا يې د كار پر كيفيت ډېره منفي اغېزه كړې ده.))

د نوموړي په وينا، ډيجيټل كمرو د افغانستان  په شمول په ټوله نړۍ كې دود موندلى، د ده په خبره چې يوازې يې توپير په دې كې دى چې د نورې نړۍ  فلمي كمپنى د لوړ كيفيت كمرې كاروي: (( هغه كمرې د ۲ سوه زره  ډالرو په شاوخوا كې بيه لري چې د افغان سينماګرانو له توانه وتلى كار دى.))

د ده په باور د ډيجيټل كمرو د بريا تر ټولو مهمه بېلګه دا ده چې د انالوګ كمرو پر ځاى له دې كمرو څخه ژر او په آسانه توګه كار اخستل كېږي :(( ډيجيټل كمرې مختلف ډولونه لري هغه كمرې چې د هنري فلمونو لپاره بايد ترې ګټه واخستل شي ځانګړې پروفيشنل كمرې دي چې له مسلكي خلكو پرته يې عام خلك نه شي كارولى.))

نوموړى وايي: (( په نوره نړۍ كې چې د هنري فلمونو لپاره كومې كمرې كارول كېږي تر كار وروسته خپلو خاصو لابراتوارونو ته وړل كېږي، خو په افغانستان كې كارېدونكې كمرې د اماتور په كچه دي.))

د افغان سينما يو بل كارګردان سيدرحيم سعيدي، كه پخوانۍ كمرې د ټيټ كيفيت درلودونكې ګڼي، خو ادعا كوي چې په هغه وخت كې د دولت له خوا سينما ته ډېر پام كېده: (( په افغانستان كې جوړېدونكي  رنګه فلمونه به د مينځلو لپاره بهر ته وړل كېدل چې ډېر لګښت پرې كېدو او په ډېر ښه کیفیت به چمتو كېدل.))

د ده په باور اوس دولت په سينما پيسې نه مصرفوي: (( له دې كبله د پخوانيو ۳۵ ملي متري كمرو ځاى اوسنيو ډيجيټلي كمرو نيولى دى.))

سعيدي وايي چې د نورو هېوادونو په فلمونو كې كارېدونكې كمرې د معيار له مخې لوړې يعني  HDv او هم د فلمونو لپاره پر مختللي لابراتوارونه لري.

نوموړى زياتوي چې تر اوياييمې او اتياييمې لسيزې پورې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ كې د  ۳۵ ملي متري كمرې په واسطه فلمونه جوړېدل چې د ۳۵ ملي متري كمرو يو فټ په پنځه زره افغانۍ مينځل كېدو: (( پر يوه ۹۰ دقيقه ييز فلم تر يو مليون ډالرو پورې لګښت راته، نو له دې كبله ننني سينماګران اړ دي چې له بې كيفيته ډيجيټلي كمرو څخه كار واخلي او په خپل سر د ټيټ کیفیت فلمونه جوړ كړي.))

د افغان سينما پيژندل شوى ډايركټر صديق برمك هم سعيدي ته ورته  نظرلري او وايي چې پخواني فلمونه ځكه ډېر ښه وو چې هغه د ۳۵ ملي مترۍ كمرو په واسطه جوړېدل چې تر ټولو كوچنۍ ذرې يې هم په ډېره شفافه توګه ثبتولې.

نوموړى د افغان سينما د اوسنيو فلمونو د كيفيت خرابوالى د فلمونو محتوا ته  د سينماګرانو نه پاملرنه بولي: (( دا وخت په افغانستان كې پر فلم جوړولو ډېر سينما ګران بوخت دي، د دې پر ځاى چې د فلم محتوا او كيفيت ته پام وكړي، بلكې دوى په دې فكر كې دي چې څنګه وكولاى شي ډېر فلمونه جوړ كړي.))

برمك كه څه هم چې په افغانستان كې له اوسنيو استعمالېدونكو ډيجيټل كمرو څخه خوښ برېښي، خو انتقاد كوي چې دغه كمرې بايد د مسلكي سينماګرانو له خوا وكارول شي.

د برمك په باور اوسني ډايركټران او فلمي لوبغاړي كه د فلم محتوا ته پام وكړي او له پر مختللو ډيجيټلي كمرو څخه كار واخلي، نو نه يوازې دا چې ډېرې ستونزې به له منځه لاړې شي، بلكې د افغان سينما د روښانه راتلونكې لپاره به لار اواره كړي.

د برمك په باور، د ډيجيټل كمرو ستونزه په دې كې ده چې ډايركټر له روحي پلوه د فلم د شوټينګ پر مهال هغسې چمتووالى نه لري لكه د انالوګ كمرو لرونكو ډايركټرانو به چې درلود: (( له همدې كبله د افغانستان پخواني فلمونه چې د انالوګ كمرو په وسيله جوړېدل د كار ګردان له خوا ورته ډېردقت كېده او ډېر غوره فلمونه يې را ميدان ته كول.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA