ads

د زيتونو فابريكې توليد ۸۰ % كم شوى

د ننګرهار ولایت د زیتونو فابریکې په تولیداتو کې په سلو کې ۸۰ فیصده کموالی راغلی دی. د ننګرهارد زيتونو فابريکې مشرغلام ګل عبدالرحيمزى وايي چې د کمې کاري ډلې او پوره تخنيکي وسايلو نشت د زیتونو تولید له ځوړ سره مخ کړی. د ننګرهار ولایت د زیتونو فابریکې په تولیداتو کې په سلو کې […]

نویسنده: The Killid Group
8 غبرګولی 1390
د زيتونو فابريكې توليد ۸۰ % كم شوى

د ننګرهار ولایت د زیتونو فابریکې په تولیداتو کې په سلو کې ۸۰ فیصده کموالی راغلی دی. د ننګرهارد زيتونو فابريکې مشرغلام ګل عبدالرحيمزى وايي چې د کمې کاري ډلې او پوره تخنيکي وسايلو نشت د زیتونو تولید له ځوړ سره مخ کړی.

د ننګرهار ولایت د زیتونو فابریکې په تولیداتو کې په سلو کې ۸۰ فیصده کموالی راغلی دی.

د ننګرهارد زيتونو فابريکې مشرغلام ګل عبدالرحيمزى وايي چې د کمې کاري ډلې او پوره تخنيکي وسايلو نشت د زیتونو تولید له ځوړ سره مخ کړی.

عبدالرحيمزى وايي چې نه انکشافي بودجه لري او نه يې چا د دې ستونزو د حل لپاره غږ اورېدلى.

نوموړی وايي چې د زيتونو همدې فابريکې له جوړېدو وروسته په لومړيو كلونو كې، د اته زره ټنه تولید ظرفیت درلود: (( خو تېر كال مو څه د پاسه دوه زره ټنه د زيتونو تيل ايستي دي چې دا بيخي كمه اندازه توليد دى.))

نوموړى دا هم وايي چې د فابريکې ترجوړولو وروسته په لومړيو کلونو کې، په دې فابريکه کې ۱۰۵۰ تنو کار کاوه، خو اوس دغه شمېره ۶۰ تنو ته راښکته شوې ده.

د ننګرهار د زيتونو په فابريکه کې په کار بوخت ځنې كاركوونكي وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نورمحمد د همدې فابريکې يو کارکوونکى دی، هغه وايي: (( د فابريکې اره يا رنده خرابه ده او نه هم د فابريکې دستګاه پوره خوندي ده، ښيښې او دروازې يې ماتې دي.))

د يادې فابريكې د حفظ او مراقبت مسؤل عبدالقيوم وايي: ((اومه مواد په خپل وخت فابريکې ته نه را رسېږي، دا ځكه چې كاري پرسونل کم دي.))

د عبدالقيوم په وينا دوى يو څه امکانات په واک کې لري، خو که چېرې  دولتي او نادولتي ادارې  ورسره لږه مرسته وکړي، نو د زيتونو له فابريکې به د پام وړ توليد ترلاسه شي.

په ننګرهار كې د كانال رئيس انجنير حكيم وايي چې د زیتونو فابریکې د رغولو لپاره یې له چارواکو سره خبرې کړې دي:(( تر اوسه د حل لار نه ده موندل شوې.))

د ننګرهار د زيتونو فابريکې مسؤلينو په وينا د دې ولايت په بېلا بېلو سيموکې د زيتونو د ونو څلور لوى فارمونه لري چې په کې ۷ زره ونې موجودې دي.

د کانال رئيس بيا وايي چې د کورنيو جګړوله پېل وړاندې په ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه د زيتونو ونې ولاړې وې، خو اوس يوازې ۱۷۰۰ ونې د حاصلاتو د ورکولو جوګه دي.

د زيتونو دا فابريکه چې په ۱۳۵۶ کال جوړه شوې په لومړيو کلونو کې يې د اته زره ټنه زيتون تيلو د تولید ظرفيت درلود، خو د چارواكو په وينا دوى په تېرو لسو كلونو كې په ډېره ټېټه كچه مواد توليد كړي دي، غلام ګل عبدالرحیمزی وايي: (( په ۱۳۸۱ کې له۲۲ ټنه اومه زيتونو، ۵ ټنه اچار او له پاتې نورو يې د زيتونو تېل، په ۱۳۸۲ کال له ۱۳۷ ټنه اومه زيتونو، ۴ ټنه اچار او له پاتې نورو يې د زيتون تيل، په ۱۳۸۳ کې ۶۰۰ ټنه زيتون تيل، په ۸۴ کې ۲۲۰ ټنه زيتون تيل، په ۸۵، ۸۶ او ۱۳۸۷ کې توليدات په ټپه درېدلي، خو په ۸۸ ۱۳کې ۱۰ ټنه اچار او په ۱۳۸۹ کې ۲۹۰۰ ليتره د زيتونو تېل ايستلي دي چې دا تېر ته په كتو ۸۰ فيصده كموالى ښيي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA