ads

کندهاريان: ویسا دې استعفا وکړي

د کندهار ډېر اوسېدونکي د خپلو جګپوړیو چارواکو د استعفا غوښتنه کوي. دوی پر چارواکو تور پورې کوي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې بې وسه پاتې شوي او باید استعفا وکړي. د کندهار ډېر اوسېدونکي د خپلو جګپوړیو چارواکو د استعفا غوښتنه کوي. دوی پر چارواکو تور پورې کوي چې د طالبانو د […]

نویسنده: The Killid Group
25 غویی 1390
کندهاريان:  ویسا دې استعفا وکړي

د کندهار ډېر اوسېدونکي د خپلو جګپوړیو چارواکو د استعفا غوښتنه کوي. دوی پر چارواکو تور پورې کوي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې بې وسه پاتې شوي او باید استعفا وکړي.

د کندهار ډېر اوسېدونکي د خپلو جګپوړیو چارواکو د استعفا غوښتنه کوي.

دوی پر چارواکو تور پورې کوي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې بې وسه پاتې شوي او باید استعفا وکړي.

د دولت وسله والو مخالفانو د غويي په ۱۷مه غرمه مهال شاوخوا یوه بجه د یوه طرحه شوي پلان په نتیجه کې د کندهار د ولايت پر مقام، ملي امنيت ریاست، د عامه نظم پر لوا او د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې پر ماموريت وسله وال او ډله یيز ځانمرګي بريدونه وکړل.

حکومتي چارواکي وايي چې پر کندهار ښار بريد کوونکي ٢٥ تنه وو، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی سل تنه برید کوونکي چې په سپکو او درنو وسلو هم مجهز دي، استولي دي.

بریدونه په لومړي سر کې د کندهار پر ولايت مقام د شمال له لوري د برېښنا رياست اړوند د يوې نیمګړې ودانۍ چې لا کار پرې روان دی پیل شول. ورپسې له جنوب لوري له سوداګریزو مارکیټونو حمله وشوه. په ورته وخت کې برید کوونکو د کندهارهوټل له پنځه پوړيزې ودانۍ د کندهار پرملي امنيت رياست ودانګل او دغسې د عامه نظم د لوا پر مرکزونو یې هم یرغل وکړ.

د کندهار ولايت مقام او د ملي امنيت رياست د کندهار ښار په زړه کې د سوداګريزو مارکېټونو او د استوګنې د کورونو په منځ کې موقعیت لري. که څه هم تراوسه رسمي ارقام نشته دی، خو ویل کېږي چې دکانونو ته په ملیونونو افغانۍ زیان اوښتی.

د کلید خبریال لیکي چې د ولايت پر مقام بريدونو د مازديګر ترڅلورو بجو پوري دوام وکړ، خو د ملي امنيت پر رياست د طالبانو بریدونه د دوهمې ورځې تر ناوخته روان وو.

د کندهار والي توريالۍ ویسا پر کندهار د حملې پر دوهمه ورځ کلید ته وویل چې د اخ و ډب په نتیجه کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفان امنیتي ځواکونو وژلي: ((اووه تنو يې خپله ځانونه چولې او یو شمېر نور د کندهار هوټل په سیمه کې پټ دي.))

هغه زياته کړه چې په ښار کې د پنځلسو چاودونو غږ اورېدل شوی: ((په دې کې څلور د موټر بم دي، امنیتي ځواکونو اووه تنه برید کوونکي نیولي هم دي، دوه تنه تثبیت شوي چې مخالفان دي او پاتې نور مشکوک دي.))

ویسا وايي، ۱۶ تنه عام وګړي او ۲۴ پوځیان هم ټپیان شوي: ((په وژل شویو څلورو تنو کې یو ملکي دی.))

پر درېیمه ورځ هم په کندهار کې جګړه شوې، دکانونه او ښوونځي تړلي وو او حالت ترینګلی معلومېده، خو توپیر یې دا وه چې حکومتي ځواکونه برلاسي ښکارېدل او د کندهار والي هغه مړي ژورنالیستانو ته وښودل چې په کندهار هوټل کې ځای پرځای او جګړه یې کوله.

کندهار والي جسدونو ته په اشارې وویل: ((جګړه او نښته یې چې ډېره وغځوله همدغه درې تنه وسله وال وو، په وژلو يې په کندهار ښار کې کراري ده.))

د غويي په ۱۹مه نېټه تر یوولسو بجو وروسته په کندهار کې خال خال خلک ترسترګو شول.

د کندهار اوسېدونکي ولایتي اداره پړه ګڼي چې پر وخت یې اقدام ونه کړ او دوی دوه درې شپې ورځې په کورونو کې بند پاتې شول.

د کندهار د ملي امنیت د ریاست د سیمې یو تن اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي: ((دا د حیرانۍ خبره ده چې یوه وسله واله کوچنی ډله دې درې ورځې مقاومت وکړي.))

نوموړی پوښتي چې په افغانستان کې د دا دومره ډېرو کورنیو او بهرنیو سرتېرو په شتون کې مخالفانو څرنګه د برید لپاره ټاکل شویو سیمو ته لاره وکړه: ((مګر دا چې څوک ورسره همکار وي.))

ډېری پر دې نظر دي چې ښايي د کندهار بریدونه د طالبانو د بدر عملیاتو پیلامه وي، ځکه له وړاندې یې ویلي وو چې د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو پرضد به حملې کوي.

د کندهار د لویې ویالې اوسېدونکی نعیم خان حاجي وايي: ((مخکې یې اخطار کړی و چې حمله به کوي، خو دوی ویده وو، ښار یې ګډ وډ کړ، زموږ هرڅه یې راتباه کړل.))

د کندهار نور اوسېدونکي دې برید ته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو سره غوټه ورکوي.

محمد یاسین یاسین چې په کندهار کې خپله د اوسېدو سیمه نه په ګوته کوي وايي: (( اسامه امریکا وواژه او دوی زموږ وینې تویوي، موږ خوارانو څه کړي په پاکستان کې دي جنګ وکړي، موږ خو خوارو زار شوو، هرکال په موږ حمله کېږي او فصلونه مو تباه کېږي.))

یاسین زیاتوي: ((زه وایم چې د کندهار حکومت دې ړنګ شي، دوی زموږ ساتنه نه شي کولای، والي دې استعفا وکړي، د خدای لپاره جنګ یې راته کورته راوړی او اوس هم په چوکۍ ناست دی، زموږ څخه څه غواړې، ځه کاناډا ته ولاړ شه.))

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې هم تېره اوونۍ په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې له حکومته به د کندهار د ولایتي چارواکو د لرې کولو غوښتنه کوي، خو دا چې پایله به څه راووځي باید انتظار وباسو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA