ads

په سينما کې د ښځېنه لوبغاړو تته ونډه

افغان سينما سره له دې چې له ګڼو ستونزو سره مخ ده ، خو تر ټولو لويه په  كې د ښځو تته ونډه ده چې  په دې لاره كې يې كارونه نور هم له ځنډ او خنډ سره مخ كړي دي. افغان سينما سره له دې چې له ګڼو ستونزو سره مخ ده ، خو […]

نویسنده: The Killid Group
18 غویی 1390
په سينما کې د ښځېنه لوبغاړو تته ونډه

افغان سينما سره له دې چې له ګڼو ستونزو سره مخ ده ، خو تر ټولو لويه په  كې د ښځو تته ونډه ده چې  په دې لاره كې يې كارونه نور هم له ځنډ او خنډ سره مخ كړي دي.

افغان سينما سره له دې چې له ګڼو ستونزو سره مخ ده ، خو تر ټولو لويه په  كې د ښځو تته ونډه ده چې  په دې لاره كې يې كارونه نور هم له ځنډ او خنډ سره مخ كړي دي.

په هېواد كې دننه يو شمېر ډاېركټران ادعا كوي چې د  فلم جوړولو ته له همدې کبله زړه  نه ښه كوي، ځکه كه  فلم جوړولو ته مخه كوي نو اړ  دي چې د دې ستونزې د حل په خاطر له نورو هېوادونو لوبغاړې راوغواړي .

دغه لوبغاړې كه له يوې خوا پخپلو هېوادونو كې چندان سينمايي تجربه نه لري له بلې خوا د افغان سينما له اصولو اوافغاني ټولنې له دود او دستور سره هم بلديت نه لري .

افغان مستند جوړونكې دل  افروز  ځيرك ټولنيز دودونه، د سواد دكچې ټيتوالى او د دولت بې پروايي هغه علتونه بولي چې له مخې يې ښځې  له سينما څخه لرې شوې دي، ځيرك وايي، كه دولت ښځو ته  په سينما كې د كار زمينه برابره كړي او هغه نجونۍ او ښځې چې په سينما كې كار كوي د سينما چاپېريال پاك وساتي، ډېرې  افغان مېرمنې به پر سينمايي ماحول باور پيدا كړي، بيا به د دې اړتيا نه وي چې زموږ سينما دې بهرنۍ نجونې وګماري او زموږ افغاني كلتور ته دې صدمه واوړي.

ځيرك وايي: (( ځينې فلمي جنكۍ چې كله سينما ته راشي خپل كلتور، افغاني دودونو او مذهب ته پام نه كوي، د كورنۍ پر وړاندې ګستاخي كوي چې د دوى دا كار د ټولنې پر وړاندې د سينما باور كمزورى كوي او له مخې يې خلك نه غواړي چې خپلې لوڼې او ښځې سينما ته پرېږدي.))

فلمي لوبغاړې برېښنا بهار هم له ځیرک سره هم نظره ده او په سينما كې د ښځو تته ونډه افغان سينما ته د غير مسلكي لوبغاړو ننوتل بولي چې د سينما ماضي يې زيانمنه كړې، نوموړې وايي: (( كوم لوبغاړي چې  سينما ته راځي هغوى د سينما په اړه معلومات نه لري، د دوى ځينې تېروتنې د دې سبب كېږي چې خلك له سينما واټن ونيسي.))

برښنا وړانديز كوي چې(( كه دولت دې ستونزې ته په پام سينما ته دغيرمسلكي او بې بندوباره خلكو د ورتګ مخه ونيسي ولس به د سينما حقيقت درك  او د سينما په اړه به عامه ذهنيت بدلون ومومي.))

د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو د پوهنځى محصل محمد عمر وايي:((سينما يوې سمې رهبرۍ ته ضرورت لري،  څو د سينما لپاره بنسټيز كار وكړي او د رسنيو له لارې د سينما په اړه تبليغات وكړي.))

محمد عمر د سينما اهميت ته په پام، په افغان سينما كې د ښځو د تتې ونډې لوى سبب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بې غوري بولي او زياتوي: (( كه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سينما په اړه خلكو ته لنډ مهاله او اوږد مهاله كورسونه داير كړي اوفارغانو ته يې د دولت په چوكاټ كې د كار زمينه برابره شي، هم به د نورو  له فرهنګي يرغل خلاص يواوهم به د مسلكي لوبغاړو په درلودلو په سينما كې د ښځو د كمښت له ستونزې سره نه يو مخ.))

د سبا فلم موسسې مشره افغان سينماګره او فلمي لو بغاړې سبا سحروايي : (( په فلم كې د ښځېنه رول لپاره دوې درې مياشتې په يوكركټر پسې ګرځم، آخر مجبورېږم چې د فلم د ډاېركټ  تر څنګ پخپله يو رول هم ولوبوم.))

سبا وايي:(( څه د پاسه درېيو لسيزو جګړو او غميزو دافغان ولس جهان بيني كمزورې كړې، دغه جګړې د دې سبب شوې چې موږ له سينما سم تعريف نه لرو.))

دغه افغان سينماګره سينما  د ټولنې هينداره بولي چې خلكو ته د هغوى ښكلا او بدرنګي ورښيي او هرڅوك په كې خپل ځان ليدلاى شي.

سبا سحر،په افغان مېرمنو غږ كوي چې د خپلې ټولنې او كلتور ته د سينما له لارې انعكاس وركړي او پخپل ګډون  افغان سينما د پرديو له فرهنګي يرغله، وژغوري.

سبا ډاډ څرګند كړ چې افغان سينما هيڅكله هم خطرناكه نه ده:(( ما ۲۵ كاله په سينما كې كار كړى، خو له هيڅ ستونزې سره نه يم مخ شوې.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA