د پكتيا په سيدكرم ولسوالۍ كې۴۰۰ كورونه او لسګونه دكانونو په لمريزې برېښنا روښانه شول. په ياده ولسوالۍ كې دا پروژه چې ۱۰۵ كيلواټه برېښنا توليدوي، په دې ولايت كې د ولايتي بيارغونې
د پكتيا په سيدكرم ولسوالۍ كې۴۰۰ كورونه او لسګونه دكانونو په لمريزې برېښنا روښانه شول.
په ياده ولسوالۍ كې دا پروژه چې ۱۰۵ كيلواټه برېښنا توليدوي، په دې ولايت كې د ولايتي بيارغونې د ډلې يا P.R.T له خوا د دووه عشاريه پنځه مليونه ډالرو په لګښت پلې شوې چې شاوخوا ۴۰۰ كورونه او لسګونه دكانونو يې روښانه كړي دي.
خو په سيمه كې مېشت اوسېدونكي وايي چې د دې پروژې لمنه دې د سيدكرم ولسوالۍ ولسواليو،كليو او بانډو ته هم وغځېږي.
د سيد كرم ولسوالۍ د مشك كلي يو تن اوسېدونكى حاجي ګلاب شاه چې د سيدكرم ولسوالۍ په ښارګوټي كې د خياطۍ دكان لري وايي چې په دې ډېر خوښ دى چې دكان يې په لمريزه برېښنا روښانه شو: (( خو په كور كې اوس هم د پلار، نيكه زاړه څراغ ته ناست يو.))
ګلاب شاه وايي : (( كه دولت او بهرنيان په كليو كې هم داسې برېښنا راته جوړه كړي په دې سره به په سيمه كې مېشت ځنګلونه هم له خطره وژغورل شي.))
د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونكى محمد الله هم ورته نظر لري او وايي چې د لمريزې انرژۍ جذب كوونكې ښېښې دې د ولسواليو ټولو كليو ته ولګول شي.
دى وړاندې وايي: ((اوس هم ډېر كليوال دكانونو ته ټليفونونه د چارجولو لپاره راوړي.))
د نوموړي په خبره، د لمرانرژي ګټه په دې كې ده چې د پيسو له مصرفه به خلاص وي.
د دې لمريزې برېښنا د سيسټم په اړه د دې بهير يو تن مسؤل او مسلكي انجنير ميرزا محمد وايي: (( د دې لمريزې برېښنا په جوړېدو ۳۰۰ كورونه او لسګونه دكانونه په برېښنا روښانه شول.))
د انجينر ميرزا محمد په وينا، دوى هڅه كوي څو نورو كورونو ته هم برېښنا وركړي: (( خو د ټولې ولسوالۍ لپاره بسنه نه كوي.))
د پكتيا د برېښنا او انرژۍ رئيس لعل الدين وايي چې دا پروژه يې د سيمې د خلكو په غوښتنه پلې كړې او په راتلونكې كې به په نوروسيموكې هم ورته پروژې پلې كړي.
ياده سرچينه زياتوي، دوى كوښښ كوي چې خلكو ته سهولت رامنځ ته كړي: (( په دې اړه مو د نورو ولسواليو پلان هم په نظر كې نيولى چې په وخت سره به دا نورو ولسواليو ته هم وغځوو.))
رئيس دا ژمنه هم وكړه چې د سيد كرم ولسوالۍ ترڅنګ به په دوو نورو ولسواليو احمد اباد او څمكنيو كې هم ورته پروژې پلې كړي.
پاتې دې نه وې چې د پكتيا ولايت دا مهال ۹۵ فيصده د برېښنا له نعمته بې برخې دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ