ads

افغان دولت د مافيايي كړيو په لاس كې دى

ولسي جرګې موافقه وكړه، چې د كابينې سرپرست وزيران دې، يو ځل بيا دوى ته د باور رايې اخستلو لپاره ور معرفي شي، خو د سرپرستو وزيرانو د بيا معرفي كېدو د ستونزې د له منځه وړلو په خاطر وكيلانو پرېكړه وكړه، چې د كورنيو د ندو د اصولو ۷۶ ماده به په اتلس ګونو […]

نویسنده: The Killid Group
25 وری 1390

ولسي جرګې موافقه وكړه، چې د كابينې سرپرست وزيران دې، يو ځل بيا دوى ته د باور رايې اخستلو لپاره ور معرفي شي، خو د سرپرستو وزيرانو د بيا معرفي كېدو د ستونزې د له منځه وړلو په خاطر وكيلانو پرېكړه وكړه، چې د كورنيو د ندو د اصولو ۷۶ ماده به په اتلس ګونو كمېسيونونو كې د بحث وروسته بدلون ومومي.

ولسي جرګې موافقه وكړه، چې د كابينې سرپرست وزيران دې، يو ځل بيا دوى ته د باور رايې اخستلو لپاره ور معرفي شي، خو د سرپرستو وزيرانو د بيا معرفي كېدو د ستونزې د له منځه وړلو په خاطر وكيلانو پرېكړه وكړه، چې د كورنيو د ندو د اصولو ۷۶ ماده به په اتلس ګونو كمېسيونونو كې د بحث وروسته بدلون ومومي.

په داسې حال كې، چې د كابينې اوو وزيرانو د ولسي جرګې په تېره دوره كې د بارو رايې نه وې اخستې، خو اوسنۍ جرګې د چارشنبې په ورځ د اكثريتو په رايو سره موافقه وكړه، چې سرپرستو وزيرانو ته به د دويم ځل لپاره د باور رايې وركړي.

د ولسي جرګې مرستيال خالد پښتون زياته  كړه، چې د كورنيو د ندو د اصولو شپږ اويا يمه ماده كې راغلي، چې سرپرست وزيران د دويم ځل لپاره بيا نه شي معرفي كېداى، نو د جرګې په اتلس ګونو كمېسيونو كې به د هغه د بدلون لپاره بحث وشي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو له دې امله په حكومت سختې نيوكې وكړې، چې پلان لري پخواني سرپرست وزيرانو بيا د باور رايو اخستلو لپاره دوى ته ور معرفي كړي، دوى ويل، چې جمهور رياست بايد له دغو وزيرانو پرته نور وړ او پوه كسان ولسي جرګې ته ورلېږي.

ډاكتر بشردوست په وينا: د كابينې يو شمېر هغو وزيرانو، چې په تېرو پنځو كلونو كې د ولسي جرګې څخه د بارو رايې اخستي نو د اساسي قانون پرخلاف عمل شوى، دا ځكه چې  يو شمېر داسې وزيران شته، چې ځانونو لپاره يې جعلي اسنادونه جوړكړي او جمهور رياست برعكس هغوى بيا دوى ته معرفي كوي او وكيلان بايد د اسلامي اصولو په نظر كې نيولو سره او د هر راز تعصبونو پرته يواځې د وزير د ټاكلو لپاره تقوى او اسلاميت خپل اصل وګرځوي.

له تېرو كلونو راهيسې، چې دولت د سرپرستو وزيرانو سره خپلې چارې پرمخ بيا يي، او ولې له دغو مشخصو كسانو نور په كارپوه او وړ اشخاص دغو وزارتو نه معرفي كېږي، په اړه يې د افغان څېړنيز مركز مشر او سياسي كارپوه غلام جيلاني ځواك وايي، چې دا له افغان ملت سره د بن كنفرانس هغه خيانت دى، چې يو شمېر مشخصو كسانو ته يې دغه دولت سپارلى دى، چې لس كاله دمخه يې افغانان ورسره لاس او ګرېوان كړي دي او پرته له دې چې افغانان ورسره په همدې حال كې ګوزاره وكړي بله چاره نه لري.

د سياسي چارو كارپوه فضل رحمان اوريا وايي، چې  دولت اوسمهال د مافيايي كړيو او ډلو ټپلو سره د انډيوالۍ له امله د داسې كسانو په لاس كې دى، چې  حكومت ورڅخه ملاتړ كوي او يواځې دوى دي، چې له دغه حالته مادي ګټه پورته كوي.

فضل رحمان اوريا زياتوي، چې كه حكومت دغه سرپرست وزيران ولسي جرګې ته ورمعرفي كړي او د باور رايې يې وانخستې، نو بې له شكه داسې نور مافيايي بانډونه شته، چې د وزارتونو څوكۍ خپلې كړي.

دا په داسې حا ل كې ده، چې د كابينې اوه تنه غړي، د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت سرپرست اميرزى سنګين، اوبو او برېښنا سرپرست وزير محمد اسمعيل، د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست داود علي نجفي، د لوړوزده كړو سرپرست محمد سرور دانش، د عامې روغتيا  سرپرسته ډاكټر ثريا دليل، د ښځو چارو سرپرسته حسن بانو غضنفر او د ښاري پراختيا سرپرست سلطان حسين حصاري له اتلسو مياشتو راپه دې خوا له تېر ې ولسي جرګې څخه د باور رايو د نه اخستلو له امله خپلې چارې د سرپرستۍ په حال كې پرمخ بيايي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA