ads

تخار کې د تخمونو زیرمتون جوړیږي

د تخار ولايت چارواکي وايي چې په تالقانو کې یې د نهرسعید د اصلاح شویو تخمونو تولیدي شرکت ودانۍ او دغه شرکت ته د تخمونو د ساتنې او زېرمه كولو چارې پيل كړې دي. د تخار ولايت چارواکي وايي چې په تالقانو کې یې د نهرسعید د اصلاح شویو تخمونو تولیدي شرکت ودانۍ او دغه […]

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1389

د تخار ولايت چارواکي وايي چې په تالقانو کې یې د نهرسعید د اصلاح شویو تخمونو تولیدي شرکت ودانۍ او دغه شرکت ته د تخمونو د ساتنې او زېرمه كولو چارې پيل كړې دي.

د تخار ولايت چارواکي وايي چې په تالقانو کې یې د نهرسعید د اصلاح شویو تخمونو تولیدي شرکت ودانۍ او دغه شرکت ته د تخمونو د ساتنې او زېرمه كولو چارې پيل كړې دي.

د تخار د کرنې ادارې رئيس معین الدین عیني وايي چې ياد شرکت ته، دغه دوه ودانۍ د ۳ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت، د اروپا د اقتصادي ټولنې په مالي لګښت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په فني او تخنيکي مرسته، جوړيږي.

معين الدين عيني د وينا له مخې چې دا شركت به له ګدام، ماشینخونې، د پروسس ماشین، د تخم د پاکولو ماشین، تخم شیندلو ماشين، او نورو آسانتیاوو برخمن وي.

هغه وايي چې د دغه ډول شرکتونو په جوړېدو سره به د لا زیاتو اصلاح شویو تخمونو د تولید زمینه برابره شي او د اصلاح شویو تخمونو او د علمي لارښونو څخه په ګټه اخیستنې به د حاصلاتو کچه له لسونه تر پنځلسو فيصده پورې لوړه شي.

عيني زياتوي چې د لګښت نیمايي برخه د زېرمتون په ودانۍ او پاتي به یې د مرکز په سمبالتیا ولګېږي.

د عيني د څرګنونو له مخې چې د نهرسعید د اصلاح شويو تخمونو دا زېرمتون به د شاوخوا ۳۰۰ ټنو تخمونو د زیرمې وړتیا ولري چې  چارې به یې په راتلونکو اتو میاشتو كې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

په کندز ولایت کې د اروپا د اقتصادي ټولنې انجنیر فضل احمد واثق چې په تالقانو کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د دغسې زیرمتونونو له جوړولو څخه د دوی هدف په افغانستان کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید او بزګرانو ته يې د پېژندلو له لارې د حاصلاتو د کچې لوړول او د بزګرانو لپاره د  کرنیزو آسانتیاوې رامنځته کول دي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې دا هم وويل چې د اف ای او د اصلاح شویو تخمونو د پروژې اصلي هدف، په ټول افغانستان کې د اصلاح شويو تخمونو د تولید لړۍ ګړندۍ کول دي:(( کروندګر اصلاح شويو تخمونو ته ډېره اړتیا لري.))

انجنیر فضل احمد واثق د څرګندونو له مخې دا زیرمتون به د تخار ولایت د ټولو کروندګرو لپاره ښه راتلونکې ولري. د ده په خبره كه ټول كروندګر له ياد شركت سره همكاري وكړي، نو ټولو بزګرانو ته به د پرمختګ زمینه برابره شي.

د هزارسمچ ولسوالۍ بزګر امام الدین چې د تخمي غنمو د رانیولو لپاره تالقانو منډۍ ته راغلي وايي چې تېرکال يې ګاونډیانو د غنمو د کر په وخت کې تخم ته پاملرنه نه وه كړې چې له كبله يې د حاصلاتو کچه ډېره کمه وه.

د امام الدين په خبره، توليد شوي كرنيز تخمونه غوره دي: «تېرکال چې موسسې کوم غنم راکړي وو، ښه حاصل يې ور نه کړ، زموږ د بزګرانو د ایلسي او زردانه تخمي غنم خوښيږي، ځکه دغه غنم هوا هم نه وهي، ډوډۍ یې هم ښه ده او حاصل یې هم ښه ده.»

د تخار ولايت قلعه بزرګ اوسېدونكى جاويد احمد ادعا كوي چې تېر كال يې د توليد شويو كرنيزو تخمونو له وجه ښه ګټه لېدلې ده.

هغه زياتوي: (( كله چې تخم ښه وي نو حاصل يې خامخا ښه راځي، ما چې تېر كال توليد شوي كرنيز تخمونو پر ځمكه وشيندل زما د تمې خلاف يې ښه نتجه په لاس راوړه.))

د نوموړي په خبره چې هرڅوك دا هيله لري چې له ځمكو ښه حاصل په لاس راوړي: (( د بزګر ګټه ټوله په ځمكه كې ده كه ښه تخم وكري ښه حاصل به يې وي او كه ناكاره تخم وكري نو خواري به يې عبث تللې او ستړيا به يې پر ځاى پاتې وي.))

د جلال په نوم يو بل تن د رستاق اوسېدونكى د ياد زېرمتون په اړه خپله خوشحالي داسې بيانوي: (( په كار ده چې داسې يو ټولنيز كار وشي چې هرچا ته يې ګټه ورسېږي، دا زېرمتون به ټولو بزګروته ښه پايله ولري.))

د جلال وينا ده چې ولس غواړي دولت او موسسې ورته داسې پروژې وړاندې كړي چې له هر پلوه په كې مرستې او ګټې وي:(( دا زېرمتون به وكولى شي ټول هغه اړ بزګران چې اصلاح شوي تخمونه يې په ګرانه سره پيدا كول په آساني لاس ته راوړي.))

د تخار په تالقانو كې مېشت زراعتي انجنیرسميع الله په سيمه كې د بزګرانو لپاره آسانتيا وې رامنځ ته كول د سيمې د اقتصاد د لوړو په معنی ګني.

هغه وايي: ((كه چېرته داسې كارونه لكه د زېرمتون جوړېدل چې له مخې به يې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وړاندې كوي، دا طبعا لوېدلى اقتصاد راپورته كوي او سيمه له فقره خلاصوي.))

د تخار ولایت د کرنې ریاست اداری مسؤل سید عبدالله شرف په خبره، د سرایسنګ او نهرسعید د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو په ګډون په تخار کې درې نور شرکتونه هم شته چې دوى هڅه كوي د مرستندويه ټولنو په مټ یې ورغوي.

د نوموړي په وینا تېرکال د تخار ولایت د غنمو د حاصلاتو کچه ۵۰ زره ټنه او سږکال ۵۴ زره ټنو ته رسېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA