ads

د خوست تولیدي بوټان ډېر پلورل کېږي

د خوست په ولايت كې د بوټانو توليدونكي وايي كه دولت ورسره مرسته وكړي په نړيواله كچه به د بوټانوتوليد رامنځ ته كړي.  د خوست ولايت اوسېدونكي وايي چې كورني توليدات  په تېره بیا بوټان او څپلۍ  ډېرې پلورل كېږي. د خوست په ولايت كې د بوټانو توليدونكي وايي كه دولت ورسره مرسته وكړي په […]

نویسنده: The Killid Group
17 کب 1389

د خوست په ولايت كې د بوټانو توليدونكي وايي كه دولت ورسره مرسته وكړي په نړيواله كچه به د بوټانوتوليد رامنځ ته كړي.  د خوست ولايت اوسېدونكي وايي چې كورني توليدات  په تېره بیا بوټان او څپلۍ  ډېرې پلورل كېږي.

د خوست په ولايت كې د بوټانو توليدونكي وايي كه دولت ورسره مرسته وكړي په نړيواله كچه به د بوټانوتوليد رامنځ ته كړي.

د خوست ولايت اوسېدونكي وايي چې كورني توليدات  په تېره بیا بوټان او څپلۍ  ډېرې پلورل كېږي.

دوى وايي چې د خوست د تولیدي بوټانو او څپلیو  كيفيت تر چینايي او پاکستاني هغو ډېر ښه دی.

په خوست ولایت کې د بوټانو او څپلیو  كارځايونه ډېر ساده وسايل او د ګوتو په شمار كاركوونكي لري، خو د تولید کچه یې بده نه ده.

د یوه  بوټانو د کار ځای مسؤل وايي: هره ورځ له شلو تر ديرش جوړه بوټان او څپلۍ جوړوو.

د دې ولايت يو تن اوسېدونكى  مېرزار خان چې د خوست ولایت توليدي بوټان يې په پښو كړ ي، وايي:((  دا مې څووم ځل دی چې دا بوټان اخلم، مخکینۍ جوړه مې پوره درې کاله وشوه، چینايي دې ورک شي.))

د بسم الله ګل په نوم يو بل تن بيا وايې، كه څه هم دا بوټونه په بيه كې له نورو  لوړ دي، خو ښه په دې دي چې هم كورنى توليد دى او هم يې كيفيت له نورو ښه دى: (( دا مو خپل توليد دى كه يوه روپۍ يې قيمته خرڅوي، خير دى.))

له بل لوري بوټ جوړونكي له دولت مرسته غواړي چې په خبره یې دولتي مرسته به یې د بوټانو پرکیفیت نور مثبت اغېز هم وکړي.

د همدې خوستي بوت جوړونې د كار ځاى يو تن مالك سيف الرحمن وايي چي  له دې كاره خوښ دى او ډېر خوست مېشتي بوټان ور ځنې اخلي : ((خوستوال ځكه دا بوټونه  ډېر اخلي چې كيفيت يې ښه دى او د ټینګې دي.))
خو نوموړى وايي چې له دې سره سره دوى بياهم ځينې د اړتيا وړ توكي له ګاونډيو هېوادونو  راوړي.
د خوستي بوټانو د كار ځاى يو كاركوونكى داوود خان چې دا څلور كاله  همدا كار كوي له خپل كاره خوښ دى او زياتوي چې له دې وړاندې يې نشه هم كوله: (( كله  چې دلته راغلى يم د پيسو ترڅنګ مې نشه هم پرېښې ده.))

نوموړى وايي چې دولت دې ور سره د وسايلو په تر لاسه كولو كې مرسته وكړي، څو افغاني توليدات په ټول هېواد كې عام شي.

د يادونې ده چې څو ځلې د خوست ځايي سوداګرو له حكومت غوښتي چې دغه ولايت ته د دايمي برېښنا او صنعتي پاركونو غم وخوري.
د ځېنو په اند له دې سره به نه يوازې په  خوست كې شته سوداګر په بېلابېلو كارخانو كې فعاليت پيل كړي، بلكې هغه شمېر سوداګر چې دا وخت په عربي او نورو هېوادونو كې كارو بارو لري، راتګ ته زړه ښه كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA