ads

حزب الله د لبنان ګډ حكومت را ړنګ كړ

له لبناني حكومت څخه د حزب الله او د هغه د ملاتړو سياسي ډلو د جلا كېدو له كبله د لبنان ګډ حكومت ړنګ شو. دغه حزب هغه مهال د لبنان له ګډ حكومت څخه خپل ملاتړ پرې كړ،   له لبناني حكومت څخه د حزب الله او د هغه د ملاتړو سياسي ډلو د […]

نویسنده: The Killid Group
23 مرغومی 1389

له لبناني حكومت څخه د حزب الله او د هغه د ملاتړو سياسي ډلو د جلا كېدو له كبله د لبنان ګډ حكومت ړنګ شو. دغه حزب هغه مهال د لبنان له ګډ حكومت څخه خپل ملاتړ پرې كړ،

 

له لبناني حكومت څخه د حزب الله او د هغه د ملاتړو سياسي ډلو د جلا كېدو له كبله د لبنان ګډ حكومت ړنګ شو.

دغه حزب هغه مهال د لبنان له ګډ حكومت څخه خپل ملاتړ پرې كړ، چې د ملګرو ملتونو يوه كمېسيون د لبنان د شته صدراعظم سعد حريري د پلار رفيق حريري د وژنې په اړه يو څه ګوته د دې حزب غړو ته ونيوله.

رفيق حريري په ۲۰۰۵ ميلادي كال كې وژل شوى و.

د لبنان په قانون كې راغلي: كله، چې له درې برخې وزيرانو څخه يوه برخه يې استعفا وركړي، نو حكومت ړنګ ګېږي.

شام او سعودي عربستان د لبنان د حكومت د ساتنې لپاره كوښښوونه وكړل، خو حزب الله او پلويانو يې په داسې مهال د حكومت د ړنګېدو اعلان وكړ، چې صدراعظم سعد حريري له بارك اوباما سره په ملاقات بوخت و.

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما ويلي، چې د حزب الله لخوا د لبنان د حكومت راپرزولو دا په ډاګه كړه، چې دا حزب نه غواړي د لبنان شته حكومت نور دوام پيدا كړي.

په همدې حال كې حزب الله او پلويانو يې تور ولګاوه، چې امريكا د لبنان د ګډ حكومت د پاتې كېدو پر وړاندې خنډ دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA