ads

بنو كې ځانمرګي بريد ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان د خيبرپښتونخوا په بنو ښار كې ځانمرګي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، ۲۹ تنه پكې مړه او ۲۰ نور ټپيان دي. په سيمه كې يوه پوليس افسر محمد رفيق رسنيو ته ويلي   د پاكستان د خيبرپښتونخوا په بنو ښار كې ځانمرګي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، […]

نویسنده: The Killid Group
23 مرغومی 1389

د پاكستان د خيبرپښتونخوا په بنو ښار كې ځانمرګي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، ۲۹ تنه پكې مړه او ۲۰ نور ټپيان دي. په سيمه كې يوه پوليس افسر محمد رفيق رسنيو ته ويلي

 

د پاكستان د خيبرپښتونخوا په بنو ښار كې ځانمرګي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، ۲۹ تنه پكې مړه او ۲۰ نور ټپيان دي.

په سيمه كې يوه پوليس افسر محمد رفيق رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه له بنو ښار څخه نږدې ۱۵ كيلومتره لرې شمالي وزيريستان په لور غځېدلي سړك كې پرتې امنيتي پوستې ميريان كې رامنځته شوې.

د هغه په وينا: ځانمرګى په يوه موټر كې سپور و او په سيمه كې يې امنيتي پوستې او جومات سره موټر وجنګاوه.

د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دولتي تلويزيون ته ويلي، چې د بريدګر موخه امنيتي پوستې ته څېرمه جومات و.

د ميا افتخار حسين د معلوماتو له مخې، د چاودنې د ځواكمنتيا له كبله د امنيتي پوستې او جومات څو خونې ويجاړې شوي دي.

د پوليس افسر په وينا: په دغه بريد كې د ۲۹كسانو د وژل كېدو پخلى شوى، خو ميا افتخار حسين د پنځو امنيتي سرتېرو د وژل كېدو پخلى كړى.

نوموړي زياته كړه، چې په چاودنه كې ۲۰ تنه نور ټپيان دي، چې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې بنو كې تر دې وړاندې هم ځانمرګي بريدونه شوي، چې له كبله يې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ ملګي وګړي هم وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA