ads

د پکتیا ۹۵ ټنه مڼه پاکستان ته صادرې شوې

د پکتیا ولایت د کرنې وزارت ریاست چارواکي وايي چې سږکال یې له دغه ولایت څخه پاکستان ته لږ تر لږ۹۵ ټنه مڼه صادره کړې ده. خو دا مني چې لاهم د پکتیا ولایت مڼو ته ښه بازار موندنه نه ده شوې.     د پکتیا ولایت د کرنې وزارت ریاست چارواکي وايي چې سږکال […]

نویسنده: The Killid Group
18 مرغومی 1389

د پکتیا ولایت د کرنې وزارت ریاست چارواکي وايي چې سږکال یې له دغه ولایت څخه پاکستان ته لږ تر لږ۹۵ ټنه مڼه صادره کړې ده. خو دا مني چې لاهم د پکتیا ولایت مڼو ته ښه بازار موندنه نه ده شوې.

 

 

د پکتیا ولایت د کرنې وزارت ریاست چارواکي وايي چې سږکال یې له دغه ولایت څخه پاکستان ته لږ تر لږ۹۵ ټنه مڼه صادره کړې ده. خو دا مني چې لاهم د پکتیا ولایت مڼو ته ښه بازار موندنه نه ده شوې.

پكتيا د هغو ولايتونو په كتار كې راځي چې ډېری بڼوالو په کې په دې وروستیو کې د مڼو باغونه جوړ کړي او لا هم د يادې مېوې باغونه مخ په زياتېدو دي.

د دې ولايت ډېرى بڼوال او د مېوو پالونكي له دې سر ټكوي چې له يوې خوا خو دولت د مڼو د روزنې په پار له پالونكو سره مرسته نه كوي او له بله پلوه د مڼو د پېر او پلور لپاره وړ بازارونه نشته.

دوی وايي چې اكثره وخت يې مڼې په كارتنونو او پلاستیکي کڅوړو كې خرابېږي چې له کبله يې له ګڼو اقتصادي زيانونو سره لاس او ګرېوان دي.

د دې ولايت په مركز ګرديز كې دوه تنه مڼه پلورونكي وايي ايله دومره ګټي چې دوی يې وخوري.

عبدالستار چې په مازاده موټر كې يې سپينې مڼې بار کړې او د واټ په غاړه يې موټر درولى دی كليد اوونيزې ته وويل چې له څو ورځو را په دې خوا يې ډك موټر په سړك درولى خو تر اوسه يې نيمايي هم نه دي خرڅې شوې.

نوموړى زياتوي چې څو څو ځله يې مڼې ور خرابې شوې دي. دى وايې كه چېرته د مڼو لپاره وړ بازار ونه مومي، نو همداسې به يې هر وخت مڼې ور خرابېږي.

محمد ګل هم د عبدالستار د خبرو په تایيد وايي، ډيرى وخت يې مڼې خرابېږي او دوی څو څو ځله له دولت څخه غوښتنه كړې چې مناسب بازار ورته پيدا كړي، خو په خبره یې تراوسه په واټونو کې سرګردانه دي.

محمد ګل وايي، كور يې په لجې منګل ولسوالۍ كې دى په ګرديز ښار كې دومره پيسې نه ګټې چې ماښام يې وخوري.

كه څه هم د پكتيا بڼوال او د مڼو سوداګر مڼو ته د بازار له نشت څخه سر ټكوي، خو چارواكي وايې چې مڼو ته يې په هېواد او بهر كې د خرڅلاو زمينه برابره كړې ده.

د پكتيا د كرنې رئیس انجنیر نيازمحمد ځدراڼ همدا خبره کوي او وايي چې اوس يې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د پكتيا مڼو ته په بازار كې د پلور زمينه برابره كړې ده، خو په خبره یې زیاته هڅه غواړي.

دى وايي، سږكال يې یوازې پاكستان ته  ۹۵  ټنه مڼې صادرې كړې دي.

د كرنې رئيس زیاتوي چې په هېواد دننه یې هم ډېرو ولايتونو ته مڼې لېږدولې دي. دى وايي، مزارشريف ته يې څو لوی موټرونه مڼې لېږدولې دي چې هلته په ښه بيه خرڅې شوې.

خو په پکتیا کې د مڼو سوداګر د کرنې وزارت پر دغو هڅو قانع نه دي او وايي چې د بازار موندنې معنی دا نه ده چې یوازې پاکستان او بلخ ولایتونو ته دې څو لارۍ منې ولېږل شي، بلکې پکار ده چې پراخه بازار موندنه وشي.

حاجي عصمت الله چې له کلونو کلونو راهیسې کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو ته د پکتیا او میدان وردګو ولایتونو مڼې لېږدوي وايي په دغو ولایتي بازارونو کې د مڼو پریمانۍ له کبله نرخونه راغورځي او کله کله خو ښاریان یو من مڼه په سل افغانۍ هم نه پېري.

د نوموړي په خبره که چېرې د افغانستان د صادراتو اداره د پکتیا ولایت د مڼو لپاره د بازار موندنې هڅه ونه کړي، نو امکان لري چې په دغه ولایت کې د مڼو بنوالي زیانمنه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیا کې اکثره بڼوال له نورو ګڼو ستونزو سره هم لاس او ګريوان دي.

د ورستيو كلونو وچكالي د مڼو په ګډون د مېوو ګڼ باغونه له منځه وړي او لا هم بڼ پالونكي د اوبو له نشت څخه سر ټكوي.

پر دې سربېره ګڼ شمېر بڼوال د مڼو د ډول، ډول ناروغيو څخه هم سرټكوي او وايي چې په ځینو سیمو کې د مڼو باغونه وچ شوي او له حاصل ورکولو لوېدلي دي.

خو اقتصادي پوهان وايي، که چېر د مڼو لپاره ساتنځايونه جوړ شي او د ښه بازار زمينه ورته برابره شي، نو د سيمې اقتصادي وضعيت به ورسره په ښه بڼه غوړېدلى وي.

پاتې دې نه وي چې تېر كال هم د پكتيا له ولايت څخه ۱۰۵ ټنه مڼې د هندوستان هېواد ته صادرې شوې وې، خو د میدان وردګو ولایت د مڼو د صادراتو په پرتله چې سږکال یې تر سل زره ټنه ډېره مڼه صادره کړې، په هېڅ حساب ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA