ads

په ۲ ساعتونو كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د دوو ساعتونو په جريان كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې له كبله يې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د دوو ساعتونو په جريان كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې له كبله […]

نویسنده: The Killid Group
11 مرغومی 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د دوو ساعتونو په جريان كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې له كبله يې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د دوو ساعتونو په جريان كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې له كبله يې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په وژل شويو كسانو كې ډېرى هغه ځايي طالبان ښودل شوي دي.

په شمالي وزيريستان كې يوه ځايي دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ښودل شوى رسنيو ته ويلي، چې درېواړه پېښې نن سهار له ميرعلي څخه نږدې ۳۰ كليو متره لرې شمال لويديځ لور ته په سپين وام سيمه كې رامنځته شوې دي.

نوموړي زياته كړې، چې دغه سيمه افغان پولې ته څېرمه په پنځه كيلومترۍ كې پرته ده او چرته چې دغه پېښې رامنځته شوي، په دې سيمه كې ابادي ډېره كمه ده او يوه سخته غره ييزه سيمه ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې لومړي بريد كې په منده خيلو سيمه كې يو موټر په نښه شوى، چې په كې ۴ تنه وژل شوي، خو په غوړې شيګۍ كې د ترهګرو او ځايي طالبانو پر مركز دوه ځلې بريدونه شوي.

په لومړي بريد كې په دغه مركز كې ۵ ترهګر ووژل شول، خو كله چې له بريد وروسته د ترهګرو يو موټر هغې سيمې ته ورسېد او غوښتل يې، چې له موټره ښكه او مركز ته ننوځي پرې يو بل ميزايل وتوغول شو.

نوموړي زياته كړې، چې پر موټر دوه او پر مركز ۶ ميزايل توغول شوي، چې په ترڅ كې يې موټر او مركز دواړه له منځه تللي.

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې بريدونو كې د حافظ ګل بهادر د ډلې مركزونه په نښه شوي، خو چارواكو ويلي، چې په وژل شويو كسانو كې دوه بهرنيان هم دي، خو لا يې د هويت په اړه كره معلومات نشته.

د يادونې وړ ده، چې له تېر كال راهيسې په شمالي وزيريستان كې د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې چټكتيا راغلې او په يوه وخت كې څو بې پيلوټه الوتكې د دغې سيمې په اسمان كې ليدل كېږي.

د دولتي شمېرو له مخې په تېر كال كې په شمالي وزيريستان كې تر ۱۰۰زيات بريدوه شوي، خو د ۲۰۱۱ ميلادي كال لومړۍ ورځ امريكايي بي پيلوټه الوتكو په ۳ بريدونو پيل كړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA