د مصر په ساحلي ښار اليګزينډريا كې له يوې كليسا بهر چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، لږ تر لږه ۵ تنه په كې وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان دي.
چاودنه د شپې په څه باندې ۱۱ بچو هغه مهال رامنځ ته شوه
د مصر په ساحلي ښار اليګزينډريا كې له يوې كليسا بهر چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، لږ تر لږه ۵ تنه په كې وژل شوي او ۲۴ تنه ټپيان دي.
چاودنه د شپې په څه باندې ۱۱ بچو هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د كاپټك ډلې پيروان د نوي كال له لومړي عبادت وروسته له القديسى كليسا څخه بهر راوتل.
د پوليس د معلوماتو له مخې چاودنه له كليسا بهر په يوه ولاړ موټر كې رامنځته شوې، خو دا لا تر اوسه نه ده څرګنده، چې چاودېدونكي توكي په موټر كې ځاى پر ځاى شوي وو او كه له موټر لاندې ښه شوي وو.
اليګزنډريا د مصر دويم ستر ښار دى، چې نږدې ۴ مليونه وګړي په كې ژوند كوي او تر دې وړاندې هم په كې ډله ييز تاوتريخوالي رامنځته شوي دي.
ويل كېږي، چې له چاودنې وروسته عيسويانو په ډله ييز ډول په ور څېره جومات د بريد هڅه كوله، خو د پوليسو لخوا يې مخه ونيول شوه.
مصر كې په دې وروستيو كې مذهبي تاوتريخوالى ډېر شوى.
كوپټك عيسويان د مصر د وګړو له سلنه جوړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ