ads

پکتیکا کې بانکي خدمتونو ته لاس رسی کم دی

پکتیکاوال وايي، چې دوی د هېواد د نورو سیمو او ولایتونو په پرتله بانکې خدمتونو ته ډېر کم لاس رسی لري . اوس مهال د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه  کې یوازې د کابل بانک یوه نمایندګي     پکتیکاوال وايي، چې دوی د هېواد د نورو سیمو او ولایتونو په پرتله بانکې خدمتونو ته […]

نویسنده: The Killid Group
29 لیندۍ 1389

پکتیکاوال وايي، چې دوی د هېواد د نورو سیمو او ولایتونو په پرتله بانکې خدمتونو ته ډېر کم لاس رسی لري . اوس مهال د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه  کې یوازې د کابل بانک یوه نمایندګي

 

 

پکتیکاوال وايي، چې دوی د هېواد د نورو سیمو او ولایتونو په پرتله بانکې خدمتونو ته ډېر کم لاس رسی لري .

اوس مهال د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه  کې یوازې د کابل بانک یوه نمایندګي یا څانګه شتون لري، چې هغه هم دزیاتي ګنې ګوڼې له امله خلکوته ټولي بانکې اسانتیاوي نه شي برابرولی .

د سیمې یو قومي مشر او سوداګر وکیل پاچاخان په دې اړه کلید ته وویل، چې په پکتیکا ولایت کې سوداګر او نور هغه خلک، چې په بهرنیو هېوادونو کې کاروبارونه لري ډیري، خو دوی بانکي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او د هېواد د نورو ولایتونو او سیمو په پرتله دلته بانکي خدمتونه کم دي .

نوموړي له نورو بانکونو هم وغوښتل، چې خپلې څانګې په پکتیکا کې پرانیزي ترڅو د دوی کارونه هم پرمختګ وکړي او له بل پلوه به پکتیکاوالو ته هم بانکې اسانتیاوې پریمانه شي .

د یونس په نامه یوتن صراف هم ورته نظر لري او وايي، چې یوازې د کابل بانک یوه څانګه د سیمي د ټولو خلکو غوښتنې نه شي پوره کولی .

د نوموړي په وینا، که په دې ولایت کې بانکي خد متونه زیات شي، نو د هېواد دپیسو (افغانۍ) د چلښت په دودولو کې به هم لوی رول ولري .

یونس هم له نورو بانوکونو وغوښتل، چې په دې ولایت کې خپلي څانګې پرانیزي .

د افغان بیسیم د خدماتي څانګې کارکوونکی ایوب خان هم بانکې خدمتونوته د پکتیکاوالو لاس رسی کم بولي او وايي، چې په دې ولایت کې بانکي سیستم لکه څنګه، چې ښايي پیاوړی نه دی.

نوموړی وايي، چې دلته نور بانکونه څانګې نه لري یوازې د کابل بانک یوه څانګه شته، چې هغه هم د زیاتي ګڼې ګوڼې له امله د خلکو ټولو بانکې خدمتونو ته نه شي رسېدلی.

دا مهال په هېواد کې ډېری دولتي، شخصي او نړیوال بانکونه کارکوي، چې پکتیکاوال هم د خپلو کارونو د لاښه پرمختګ لپاره غوښتنه لري، چې ټول بانکونه په دې ولایت کې خپلې څانګې پرانیزي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA