ads

داسې ډېر لرې به نه ځو

((داسې ډېر لرې به نه ځو)) د ځوان، نوميالي او فلسفي شاعر سيد شاه سعود شعري ټولګه ده چې د دانش خپرندويه ټولنې له خوا د ښه كاغذ په (۱۲۷) مخونو كې چاپ شوې او تېراژ يې (۱۰۰۰) ښودل شوى دى. ((داسې ډېر لرې به نه ځو)) د ځوان، نوميالي او فلسفي شاعر سيد شاه […]

نویسنده: The Killid Group
24 لیندۍ 1389

((داسې ډېر لرې به نه ځو)) د ځوان، نوميالي او فلسفي شاعر سيد شاه سعود شعري ټولګه ده چې د دانش خپرندويه ټولنې له خوا د ښه كاغذ په (۱۲۷) مخونو كې چاپ شوې او تېراژ يې (۱۰۰۰) ښودل شوى دى.

((داسې ډېر لرې به نه ځو)) د ځوان، نوميالي او فلسفي شاعر سيد شاه سعود شعري ټولګه ده چې د دانش خپرندويه ټولنې له خوا د ښه كاغذ په (۱۲۷) مخونو كې چاپ شوې او تېراژ يې (۱۰۰۰) ښودل شوى دى.

سعود دغه شاعري هم د مخكينۍ شاعرۍ په څېر له نورو شاعرانو څخه د بېل طرز او بيل رنګ نوښتګر شاعر دى.

سعود د مرګ، ژوند، انسان، ليونتوب، درد، غم، لوږې، تندې او نورو انساني نزاكتونو په اړه قوي خبري كوي، د نن دغه انځورګر د داسې خاورې اوسيدونكى دى چې د كليو او بانډو دردمنې كړيكې يې د دنګو غرونو روح جوړوي، ښاريان يې د بلاګانو په څېر له يو بل نه د كركې بلا، بلا واټنونه لري.

په دې بيت كې يې وګورئ:

دا د ځانمرګو بريدونو خاوره ده

دلته د انسان څه قدر نشته دى

بل ته به درانه څوك څنګ وګوري

چا سره د ځان څه قدر نشته دى

او له دې ناخوالو نه د فرياد دا ستومانۍ يې وګورئ !

ټيلي ويژن ته په چيغو شم چې كېنم

مور مې راشي دروازه راپسې بند كړي

چې بابا مې نالوي په باغ كې ونې

زړه مې غواړې چې يو ښاخ كې مې پيوند كړي

نوموړي په خپلو شهكارو غزلونو او نظمونو كې تر ډېره بريده هغه څه ويلي چې نادر ورته ويلى شو.

مخامخ راته خوره د غره لمنه

ستا په شانتې ښايسته د غره لمنه

لا تر اوسه دې يادونه راسره دي

لا تر اوسه پورې شته د غره لمنه

د نازكخيالۍ تر څنګ د سعود يو هنر ښایي دا هم وي چې اوږدې خبري په لنډو بيتونو كې كوي، هنر يې ښايې دا هم وبولو چې موضوع په كې په ښه شاعرانه ډول وړاندې كولاى شي:

ګټه نه ده خساره ده پورې غاړه

ښه واضحه اشاره ده پورې غاړه

لا تراوسه هغه بل طرف ته اوسم

لا تر وسه راسره ده پورې غاړه

سقراط چې تر ننه يې د حق پالونكو سرلارى بولو، هغه د انسان د ښه ژوند، مرګ او هغې بلې دنيا د ښه كېدو لپاره د وس تر بريده هڅه كړې، سعود هم يو داسې انسان دى چې په خپله ټولنه كې ناسم رواج او دود غندي او له دې نه بغاوت كوي:

سوره

لالا چې هره فيصله دې وكړه

ما په خندا قبوله كړې ده خو

نن دې زه خپل دښمن ته وسپارلم

بيا هم زه چوپ يم، څه نه وايمه

خو بس له تا يوه غوښتنه كوم

چې نن نه پسته راته “خور” مه وايه

درې ګوټېزې دايرې، جانانه ستا تر دره څنګه درشم، بس همدغه شانتې ښه يم، هغه شعري ټولګې دي چې تر “داسې ډېر لرې به نه ځو” شعري ټولګې څخه مخكې چاپ شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA