د ګامبيا په نامه يوه افريقايي هېواد ايران سره د اړيکو تر ترينګلي کېدو وروسته د اړيکو د پرېکون اعلان وکړ او پخپله خاوره کې يې مېشتو ايراني ديپلوماتانو ته په اته څلوېښتو ساعتونو کې د وتلو امر وکړ.
د ګامبيا په نامه يوه افريقايي هېواد ايران سره د اړيکو تر ترينګلي کېدو وروسته د اړيکو د پرېکون اعلان وکړ او پخپله خاوره کې يې مېشتو ايراني ديپلوماتانو ته په اته څلوېښتو ساعتونو کې د وتلو امر وکړ.
دې وړوکي افريقايي هېواد، چې په لويديزه افريقا کې پروت دى، د خپلې دې پريکړې لامل نه دى ښودلى.
د ايران جمهور رئيس څه موده وړاندې ګامبيا خپل يو نېږدې ملګرى هېواد ګڼلى و.
په دې هېواد کې له نولس سوه څلورنويم راهيسې تر يوې کودتا وروسته يحيى جامه جمهور رئيس شو.
ده، چې په دوه زره شپږم کې د خپلې ولسمشرۍ درېيمه دوره پيل کړې، د بشري حقونو د ادارو تر دې نيوکې لاندې دى، چې ګواکې خلکو ته بشري حقونه نه ورکوي، خو دى يې تورونه نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ