د پاكستان د بلوچستان ايالت په مند سرحدي ښارګوټي، كې نامعلومو كسانو ۴ تنه په ډزو مړه او ۲ نور ټپيان كړل. ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي كسان د پنجاب ايالت د لاهور او
د پاكستان د بلوچستان ايالت په مند سرحدي ښارګوټي، كې نامعلومو كسانو ۴ تنه په ډزو مړه او ۲ نور ټپيان كړل.
ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي كسان د پنجاب ايالت د لاهور او فيصل اباد اوسېدونكي دي، چې په ناقانونه ډول د مند سرحدي ښارګوټي له لارې ايران ته تللي وو او اوس بېرته راګرځېدلي وو او غوښتل يې كراچۍ ته لاړ شي، چې د موټرو په تم ځاى كې پرې دوو موټر سايكل سورو ډزې وكړې.
د ځايي پوليسو په وينا، دوى له پېښې وروسته په سيمه كې پلټنې پيل كړي، خو تر اوسه يې په دې تړاو څوك نه دي نيولي او نه هم چا د دغو كسانو د وژلو پړه منلې.
د يادونې وړ ده، چې هر كال د بلوجستان له مند او تفتان سرحدي ښارګوټو له لارې ايران او اروپايي هېوادونو ته په سلګونه كسان په ناقانونه ډول ځي.
كه څه هم حكومت تل په دغه سيمه كې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبره كړې، خو بيا هم له دې لارې د انسانان قاچاق راوان دى.
په كوټه كې ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې په دې وروستيو كې د انسانانو په قاچاق كې د پام وړ كموالى راغلى، خو دا چې ولې په پوره ډول له منځه نه ځي دوى علت په كې د يو شمېر اغېز لرونكو كسان لاس لرل بولي.
دوى زياتوي، چې پوليس دا ډول كسان ونيسي، خو د كره ثبوت او شاهدانو د نه شتون له كبله بېرته خوشې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ