د نيوزلينډ په جنوبي جزيرې كې د پايك روبر په نامه سكرو كان كې شوې بمي چاودنې وروسته هلته ۳۰ كاركوونكي نادركه شوي دي. دغه چاودنه په ځايي وخت ۳ نيمې بجې شوې او هغه وخت معلومه شوه،
د نيوزلينډ په جنوبي جزيرې كې د پايك روبر په نامه سكرو كان كې شوې بمي چاودنې وروسته هلته ۳۰ كاركوونكي نادركه شوي دي.
دغه چاودنه په ځايي وخت ۳ نيمې بجې شوې او هغه وخت معلومه شوه، چې يو برقي كان كې د برق د تلو علت معلومولو لپاره ښكه ته شوى و، چې يو له منځه تللى لوډر موټر يې وليد او د خطر زنګ يې و واهه.
تر اوسه د چاودنې لامل نه دى څرګند.
د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې، وروسته دغه برقي، د لوډر موټر چلونكى او يو بل كار كوونكى درې واړه روغ رمټ بهر ته راووتل.
ويل كېږي تر اوسه له نادركه شويو كسانو سره هيڅ ډول اړيكه نه ده ټينګه شوې او د دغه كسانو خپل خپلوان له كانه بهر په راټولېدو دي.
له پېښې وروسته سيمې ته امبولانسونه او هليكوپټرې هم د مرستې لپاره ورغلې وې، خو له دې كبله، چې ښايي د نادركه شويو كسانو راويستل څو ورځې وغواړي، هليكوپټرې بېرته استول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ