د کانونو وزير وحيدالله شهراني هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د پايپ لاين د غځولو تړون د لاسليکولو په هدف ترکمنستان ته تللى دى. د کانونو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې شهراني
د کانونو وزير وحيدالله شهراني هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د پايپ لاين د غځولو تړون د لاسليکولو په هدف ترکمنستان ته تللى دى.
د کانونو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې شهراني به دا تړون نن د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان د کانونو له وزيرانو سره په يوه غوڼده کې په عشق اباد کې لاسليک کړي.
تردې وړاندې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان چاراکو په دې اړه څو ځلې غونډې کړې دي.
چارواکو ويلي، چې د دې لويې پروژې عملي کيدل به د افغانستان لپاره هم ډېره اقتصادي ګټه ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ