ads

د كابل بانګ مالي حسابونو كنګل شول

افغانستان بانك په بشپړه توګه او په مستقيم ډول د كابل بانك چارې ترخپل كنټرول او څارنې لاندې راوستې. د افغانستان بانك عمومي رئيس عبدالقدير فطرت تېره ورځ يو شمېر رسنيو سره په خبرو كې ويلي، چې د كابل بانك چارې او كړنې هغه وخت دوى تر   افغانستان بانك په بشپړه توګه او په […]

نویسنده: The Killid Group
25 وږی 1389

افغانستان بانك په بشپړه توګه او په مستقيم ډول د كابل بانك چارې ترخپل كنټرول او څارنې لاندې راوستې. د افغانستان بانك عمومي رئيس عبدالقدير فطرت تېره ورځ يو شمېر رسنيو سره په خبرو كې ويلي، چې د كابل بانك چارې او كړنې هغه وخت دوى تر

 

افغانستان بانك په بشپړه توګه او په مستقيم ډول د كابل بانك چارې ترخپل كنټرول او څارنې لاندې راوستې.

د افغانستان بانك عمومي رئيس عبدالقدير فطرت تېره ورځ يو شمېر رسنيو سره په خبرو كې ويلي، چې د كابل بانك چارې او كړنې هغه وخت دوى تر خپل كنټرول لاندې راوستې، چې خلكو په بيړه له نوموړي بانك څخه خپلې پيسې وويستې او وباسي يې، نو دا كار يې په دې كړى، چې ترڅو د خلكو اعتماد لا ډېر لاسته راوړي.

د ده په وينا،د هغو خلكو د احساساتو له پايلو يې نوموړى اقدامات كړي، چې په كابل بانك كې مالي حسابونه لري، نو دولت غوره وگڼله، چې د پيسو د خونديتوب او اطمينان فضا هم رامنځته كړي.

فطرت په وينا، افغانستان بانك د كابل بانك د دريو شريكانو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم د ورور حسېن فهيم، شېرخان فرنود، خليل الله فېروزي، عبدالغفارداوي او شكرالله شكران ټولې سرمايې او مالي حسابونه كنګل كړي دي او له يادو كسانو له ډلې څخه شېرخان فرنود او حسېن فهيم په كابل بانك كې د بې نظمۍ په رامنځته كولو په تور تر څېړنې لاندې دي او كه چېرې ياد تورونه پرې ثابت شي، نو څارنوالۍ ته به وروپېژندل شي.

فطرت رسنيو ته ويلي، چې د عربي متحده امارتو له دولته يې غوښتي، ترڅو د كابل بانك د دووسهم دارانو خليل الله فېروزي او شېرخان ټولې سرمايې او مالي حسابونه كنګل كړي.

د افغانستان بانك رئيس په خبره، كابل ښاروالۍ ته يې هم لارښوونه كړې ده، چې په هېواد كې د كابل بانك د يادو شريكانو او سهمدارانو ملكيتونه كنګل كړي.

له بلې خوا هره ورځ په هېواد كې د ولايتونو په شمول د كابل ښار اړونده كابل بانك په سيمه يزو څانګو كې په سلګونه كسان د خپلو مالي حسابونو او سرمايو د ويستلو په تمه كوښښ كوي، چې له ياد بانك څخه خپلې پېسې وباسي، خو د كابل بانك د كاركوونكو له لوري په اړوندوڅانګو كې له راز راز ستونزو سره مخامخ كېږي.

دوى زياتوي، چې هره ورځ د اړوندو څانګو مخې ته سلګونه كسان د پيسو په تمه ټوله ورځ تېروي، چې له څلورو بجو وروسته خپلو كورونو ته ناهيلې بېرته ستانه كېږي.

د كابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو كارپوه تاج محمداكبر وايي دا، چې كابل بانك اوسمهال خپلې چارې په ورځنۍ توګه په نورمال شكل پرمخ وړي، نو افغانستان بانك بايد له اوله د كابل بانك د كړنو او چارو كنټرول د خپلې ولكې لاندې راوستى واى.

استاد اكبر زياتوي ، چې كه چېرې په كابل بانك كې د خلكو مالي حسابونه له منځه لاړ شي، نو افغانستان بانك د دې ضمانت نه شي كولى، چې د خلكو پيسې وركړي.

د ده په وينا، د قانون له مخې دولت بايدد كابل بانك له ټولو سهمدارانو او شريكان، چې د دوى په پيسو جوړ شوى، د دې ستونزې د رامنځته كېدو په اړه پوښتنې او ګروېږنې او هغوى بايد ممنوع الخروج او ټولې سرمايې يې كنګل شي.

د يادولو وړ ده، چې د كابل بانك په اړه هغه وخت امريكايي رسنيو لخوا خبرونه خپاره شول، چې د كابل بانك د سهمدارانو ترمنځ اختلافات رامنځته شول او كېداى شي، چې نوموړى بانك له سقوط سره مخ شي.

غربي رسنيو همدا راز خبر ور كړى و، چې د كابل بانك سهمدارانو او شريكانو  په يوسلو شپېتو ميليونو ډالرو په دوبۍ كې ځانونو ته په لوړه بيه اپارتمانونه او كورونه اخستي دي.

همدا راز په يادو شويو راپورونو كې، چې ويل كيږي د جمهور رئيس كرزي ورور محمود كرزى هم په كابل بانك كې اوه سلنه ونډه لري، خو په اړه يې افغانستان بانك څه نه دي ويلي.

د کابل بانک په اړه په خلکو کې بې باوري هغه مهال رامنځته شوه، چې د امريکا معتبرو ورځپاڼو رپوټ ورکړ، چې د افغانستان مرکزي بانک د کابل بانک پخواني  رئيس او د اجرائيې رئيس دې ته اړ کړي وو، چې په دې اداره کې د بې نظمۍ له امله استعفاوې وکړي.

ورځپاڼې دا رپوټ هم ورکړی وو، چې د كابل بانک سهمدارانواو شريكانو، شېرخان فرنود ته امر کړی و، چې د ١٦٠ ميليونو ډالرو په ارزښت کورونه د خپل ځان او دوى لپاره په دوبۍ کې راونيسي، چې له كبله يې ياد شوى بانک تاوان کړى او خپل قرضونه، نه شي خلاصولى.

وموغوښتل، چې د كابل بانك د نوموړو سهمدارانو سره اړيكه ونيسو او په دې اړه د هغوى نظرونه واخلو، خو پرې بريالي نه شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA