ads

جعلي كارتونو اندېښمنې راولاړې كړي

د ولسي جرګې د ټاكنو په اړه خلك اندېښنه لري، چې د ځينو سرحدي سيمو اوسيدونكي به د رايې اچونې جعلي كارتونه وكاروي. دوى وايې، كه څه هم د ټاكنو د كمېسيون له خوا د دې كار د مخنيوي   د ولسي جرګې د ټاكنو په اړه خلك اندېښنه لري، چې د ځينو سرحدي سيمو […]

نویسنده: The Killid Group
24 وږی 1389

د ولسي جرګې د ټاكنو په اړه خلك اندېښنه لري، چې د ځينو سرحدي سيمو اوسيدونكي به د رايې اچونې جعلي كارتونه وكاروي. دوى وايې، كه څه هم د ټاكنو د كمېسيون له خوا د دې كار د مخنيوي

 

د ولسي جرګې د ټاكنو په اړه خلك اندېښنه لري، چې د ځينو سرحدي سيمو اوسيدونكي به د رايې اچونې جعلي كارتونه وكاروي.

دوى وايې، كه څه هم د ټاكنو د كمېسيون له خوا د دې كار د مخنيوي په پار هلې ځلې كېږي، خو دا ناشوني بولي، چې په ټولو سيمو كې دې جعلي كارتونه په بشپړ ډول ناكاره شي.

د هېواد جنوب ختيځ زون، چې له ګاونډ هېواد پاكستان سره ۱۲ سرحدي ولسوالۍ لري، اوسيدونكي او ولسي جرګې ته نوماندان يې همدا اندېښنه لري، چې په ټاكنو كې به جعلي كارتونه وكارېږي او پارلمان ته به هغه كسان پرې بريالي شي، چې اصلي رايې يې كمې وي.

د پكتيا ولايت اوسيدونكي وايې، چې سرحدي ولسواليو ته په لويه كچه جعلي كارتونه راوړل شوي.

حبيب، چې د ګرديز ښار اوسيدونكى دى وايې، سرحدي ولسواليو  ډنډ پټان، جاني خيل او اريوب ته جعلي كارتونه راوړل شوي.

دى وايې، كه چېرته د رايې وركوونكو له خوا جعلي كارتونه وكارول شي، نو د دوى اصلي رايې به بې اهميته شي.

اباسين هم، چې ځان د پكتيا ولايت اوسېدونكى راپېژني وايي، جعلي كارتونه له ګاونډي هېواد پاكستانه راوړل شوي دي.

دى وايې، دې ته حيران دى، چې رايه به څه ډول د ده د خوښې وړ كانديد ته په ګټه تمامه شي، چې د نورو نوماندانو له خوا جعلي كارتونه كارول كېږي.

په سيمه كې ولسي جرګې ته نوماندان هم ورته اندېښنه لري او وايې، چې د لويې پكتيا ځينو سيمو ته هغه كارتونه راوړل شوي، چې د ګاونډي پاكستان په سرحدي سيمو كې جوړ شوي .

ولسي جرګې ته نوماند جنت خان منګل ادعا كوي،  چې د پكتيا سرحدي ولسواليو ته د (۴۰۰۰۰) زرو په شاوخوا كې جعلي كارتونه راوړل شويدي.

شنونكي په دې اند دي، چې هېواد ته د جعلي كارتونو په راوړل كېدو سره ولس مايوسه شوى.

دوى وايي، چې په دې سره به له ټاكنو ورسته د نوماندانو او ولس له خوا په سيمه كې تاوتريخوالى رامنځ ته شي.

ليكوال او د سيمې څارونكى ډاكتر عبدالهادي حماس وايي، په دې سره ولس ډېر مايوسه شوى، چې جعلي كارتونه به كارېږي.

حماس وړاندې وايې، كه چېرته دا كارتونه وكارول شول، له يوې خوا خو د ولس حقوق تر پښو لاندې كېږي او له بلې خوا به له ټاكنو ورسته د ولس او نوماندانو له خوا په سيمه كې تاوتريخوالى رامنځ ته شي .

خو چارواكي دا ردوي، چې ګواكې جعلي كارتونه دې جنوب ختيځ زون ته راوړل شوي وي.

دوى يې له چاپه انكار نه كوي او زياتوي، چې په ګاونډي پاكستان كې چاپ شويدي.

په سهيل ختيځ زون كې د سرحدي پوليسو قومندان بريد جنرال نبي جان ملا خېل دا ردوي، چې دې زون ته دې دا ډول كارتونه راوړل شوي وي.

نوموړى نوماندانو ته ډاډ وركوي، چې د دې كار د مخنيوي لپاره يې بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي.

ملاخيل وړاندې زياتوي، په دې زون كې داسې يو كارت هم تر اوسه پورې نه دى نيول شوى، چې هغه دې جعلي وي.

ياده دې وي، د تېر ځل له پارلماني ټاكنو نه ورسته هم د پكتيا ولايت ځينو ناكامو نوماندانو سرټكاوو، چې په ټاكنو كې د رايې اچونې جعلي كارتونه كارول شوي.  خو دا ځل چارواكي بشپړ ډاډ وركوي، چې د جعلي كارتونو د كارونې درغلي به نه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA