ads

د سرپل ولایت د نفتو د ایستلو کار پیل شو

د سرپل ولايت د نفتو د ايستلو كار د معادنو او صنايعو وزارت لخوا پيل شو. د یادې شوې عام ګټې پروژې د کار د پیل له لپاره  د معادنو او صنایع وزیر هم و هغه ولایت سفر کړی وو.   د سرپل ولايت د نفتو د ايستلو كار د معادنو او صنايعو وزارت لخوا […]

نویسنده: The Killid Group
3 وږی 1389

د سرپل ولايت د نفتو د ايستلو كار د معادنو او صنايعو وزارت لخوا پيل شو. د یادې شوې عام ګټې پروژې د کار د پیل له لپاره  د معادنو او صنایع وزیر هم و هغه ولایت سفر کړی وو.

 

د سرپل ولايت د نفتو د ايستلو كار د معادنو او صنايعو وزارت لخوا پيل شو.

د یادې شوې عام ګټې پروژې د کار د پیل له لپاره  د معادنو او صنایع وزیر هم و هغه ولایت سفر کړی وو.

د هېواد د معادنو او صنایع وزیر وحید الله شهراني، چی تېره ورځ شمالي ولایت سرپل ته سفر كړی و، خبریالونو ته وویل، چې په پام کې لري د دغه ولایت د انګوټ له سیمې څخه په هر ۲۴ ساعتو کې ۸۰۰ بوشکې نفت لاسته راشي چې په وينا يې د تصفی لپاره به حیرتانو ته ولیږدول شی او ورسته به له هغه ځايه بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندی شی.

شهرانی زیاته کړه دا لومړی ځل دى، چی په هېواد کې د نفتو د استلو لپاره ګټور ګامونه پورته کیږی.

هغه همداراز وویل، په پام کی ده، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د سرپل ولایت یو بله د نفتو سیمه، چې قشقري نوموږي او تر اوسنۍ سیمې لویه ده بین المللي داوطلبۍ ته وړاندې شی.

د معادنو وزیر د خپلو خبرو په اوږدو کې زیاته کړه، چې د هېواد د نفتو منابع تر هغه څه، چې سروې شوې وې څو چنده زیاته دي او په ټولیزه توګه له شماله نیولې تر هراته پوری د نفتو د زیرمو ارښت ۲۵۰ ملیارده امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د معادنو وزارت چارواکو په وینا د هېواد په شمال کې ګڼ شمېر د نفتو لوی معدنونه شته، چې تر اوسه د هغوی د ايستلو لپاره سم کار ندی شوی.

د شهراني په وینا، تر دې ورسته به په یاده برخه کې زیات شمېر کارونه تر سره شي، چې په ترڅ کې به یې د هېواد په کچه نفتي اړتیا له کورنيو تولیداتو څخه پوره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA