ads

د شمال بزګران خټکو ته بازار لټوي

د کندز ولایت د خټكو په منډوي كې په لسګونه لوى او واړه باروړونكي موټرونه له خټكو ډك ولاړ دي. بزګران وايي، چې سږکال ډېر خټکي او هندواڼې د مناسب بازار د نشتوالي له كبله خراب شوي او د مېوې د ساتنې په برخه کې د دولت لخوا هېڅ پاملرنه نه ده شوې.   د […]

نویسنده: The Killid Group
23 زمری 1389

د کندز ولایت د خټكو په منډوي كې په لسګونه لوى او واړه باروړونكي موټرونه له خټكو ډك ولاړ دي. بزګران وايي، چې سږکال ډېر خټکي او هندواڼې د مناسب بازار د نشتوالي له كبله خراب شوي او د مېوې د ساتنې په برخه کې د دولت لخوا هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

 

د کندز ولایت د خټكو په منډوي كې په لسګونه لوى او واړه باروړونكي موټرونه له خټكو ډك ولاړ دي.

بزګران وايي، چې سږکال ډېر خټکي او هندواڼې د مناسب بازار د نشتوالي له كبله خراب شوي او د مېوې د ساتنې په برخه کې د دولت لخوا هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د کندز بزګران وايي، چې دوی هرکال په خپلو کښتونو ډېرې پيسې لګوي؛ خو د بازار موندنې یې لپاره هېڅکله ګام نه دی پورته شوی.

ځينې نور بيا وايي، كه د سبزيجاتو او تازه مېوو لپاره يخې خونې يا سټورونه جوړ شي ښايي د دوی د محصولاتو نرخونه به لوړ شي.

يو شمېر بزګران، چې له خټكو څخه بار موټرونو ته ناست دي وايي، چې سږکال یې د بازار مزګۍ نشته.

۴۰ کلن احمدالله، چې په وینا یې له کلونو کلونو راهیسې د خټکیو کر او تجارت کوي، سږکال له ښکته نرخونو سخت شکایت لري او وايي، چې آن د دوی لګښت هم نه پوره کوي:((دغه بزګران، چې په بازار کې ګرځي راګرځي، هر یو یې د خټکو او هندواڼو پر کروندو په لسګونه زره لګښت کړی، خو د خټکیو او هندواڼو بازار داسې سوړ دی، چې يوه پيکپ موټر په ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستل او پېرل کېږي.))

صلاح الدین عثماني یو بل تن دی، چې د بزګرانو وضعیت خراب او په بازار کې د خټکو له نه پلورل کېدو څخه سرټکوي:((خټكي په بازاركې نه خرڅېږي او كه خرڅ شي خپله كرايه هم نه پوره كوي، په يو جريب باندې پنځلس يا شل زره افغانۍ مصرف راځي او خپله بيه هم نه پوره كوي او بېرته يې لس يا پنځلس زره روپۍ هم نه دي كړي.))

نوموړی زیاتوي، چې سږكال زيات خټكي مرضونو هم  وهلي او دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې:((له نيمايي څخه زيات خټكي چينجو خراب كړه، مخكې خو حكومت ورته توجه كوله، خو سږكال يې توجه نه ده كړې، او كه خټكو ته يخې خونې يا سټورونه جوړ شي او يوه مياشت يا پنځوس ورځې وساتل شي بيه به يې هم لوړه شي او كه خارج ملكو ته ولېږل شي او تجارتي اړيكې ورسره ونيول شي، نو كېداى شي بيه يې لوړه شي.”

د ځدراڼو د كلي اوسيدونكى جنت ګل وايي، چې دوه نيم سوه خټكي یې منډوي ته راوړي، خو ټول ترې په دوه زره افغانۍ غواړي:((باور وکړئ، چې د موټر كرايه زر افغانۍ وركوم، په لاره كې يې هم راڅخه پنځوس افغانۍ واخيستې، د كپې هم پيسې اخلي، موږ ته هېڅ هم نه پاتې كېږي، شپږ جريبه ځمكه كې مې پالېز كړى او دا مې اول ځل دى، چې خټكي مې بازار ته راوړي دي.))

د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم ګل، چې موټرواني کوي د جنت د خبرې په تایید سره وايي:((موږ يو موټر خټكي په زر يا اته سوه افغانۍ ښار ته راوړو، دلته ترې كمېشن هم اخلي او كله چې كورته ځي هېڅ هم ورته نه پاتې كېږي.))

د كندز د ښار د خټكو په منډوي كې خټكي په كمېشن پلورل كېږي او هر بزګر كوښښ كوي، چې داسې كمېشنكار ته خپل خټكي وسپاري، چې په ښه بيه يې ورته خرڅ كړي.

يو تن كمېشنكار ګل رحمن وايي:((زموږ كپې ته هره ورځ شپيته او اتيا موټرې راځي هغه موټر خټكي، چې په لوړه بيه خرڅېږي له هغې زيات كمېشن اخلو، په زرو افغانيو شل افغانۍ له موږ څخه هم اخلي.))

د كندز خټكي په افغانستان او سيمه كې په خوږوالي كې مشهور دي. د ډېرو ولايتونو سوداګر كندز ته راځي او له دې ځايه نورو ولايتونو ته خټكي وړي.

د لغمان ولايت يو تن سوداګر، چې دوه موټره خټكي يې اخيستي د خپلې سوداګرۍ په اړه وايي:”دلته راغلى يم، چې خټكي واخلم او يو څه غريبي وكړم، ما دوه موټرې خټكي اخيستي او لغمان ته يې وړم، كه موټر راته لس زره افغانۍ هم وګټي زموږ لپاره ډېر شى دى.”

د كندز د کرنې رئيس عزيزالله ايماق، چې نوى پر دنده ګمارل شوى وايي، چې دوی به په نږدې راتلونكې كې د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره يخې خونې يا سټورونه جوړ كړي او د زراعتي محصولاتو لپاره به ماركيټ هم پيدا كړي:”موږ په پلان كې لرو، چې يخې خونې يا سټورونه جوړ كړو، دغه سټورونه به د انكشافي بودجې په پيسو جوړ شي او د خټكي چنيجي دغه مېوه ډېره زيانمنه كړې او د زراعت وزارت كوښښ كوي، چې د دهقانانو لپاره ماركېټ پيدا كړي.”

هغه وايي، چې هر كال د كندز خټكي عربي او نورو هېوادونو ته صادرېږي:”د كندز نوي فيصده خټكي پاكستان ته وړل كېدل، خو په دې ورځو كې، چې دقيق مقدار يې ماته نه دی معلوم دوبۍ او نورو عربي ملكونو ته د خصوصي سكټور له لارې صادر شوي دي.”

سږ كال بزګران له دې زيات شكايت كوي، چې د دوی فصلونو ښه حاصل نه دی وركړی، خو د زراعت مامورين وايي، چې دوی تر خپلې وسې پورې كوښښ كوي، چې کرنیز حاصلات زيات شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA