ads

یونس عزيز، د کلاسیکې موسیقۍ سندربول

انجنيرمحمد يونس “عزيز” د افغانستان د موسيقۍ په ډګر كې هغه څېره ده، چې لا يې هم هنر ځوان دى او د ډېرو ځوانانو او سپين ږيرو په زړونو كې ځاى لري. انجنيرمحمد يونس “عزيز” د افغانستان د موسيقۍ په ډګر كې هغه څېره ده، چې لا يې هم هنر ځوان دى او د ډېرو […]

نویسنده: The Killid Group
19 زمری 1389

انجنيرمحمد يونس “عزيز” د افغانستان د موسيقۍ په ډګر كې هغه څېره ده، چې لا يې هم هنر ځوان دى او د ډېرو ځوانانو او سپين ږيرو په زړونو كې ځاى لري.

انجنيرمحمد يونس “عزيز” د افغانستان د موسيقۍ په ډګر كې هغه څېره ده، چې لا يې هم هنر ځوان دى او د ډېرو ځوانانو او سپين ږيرو په زړونو كې ځاى لري.

محمد يونس په هنري نړۍ كې د يونس په نوم شهرت لري او ډېرى وخت له اغېزمنو الفاظو ډكې عشقي، وطني او محلي سندرې وايي.

دغه سندرغاړى په ساينسي علومو كې د ماسټرۍ تر كچې لوړې زده كړې لري، خو هغه وايي، چې ډېره مينه يې له موسيقۍ سره ده.

انجنير محمد يونس له ۲۰۰ زياتې راډيويي او دېرش ټلويزيوني سندرې لري، چې په ځوان او زاړه كهول كې خپل خاص مينه وال لري. آن تر دې، چې ډېرى خلك يې د سندرو د اورېدو پر وخت ژاړي، ځكه دغه سندرغاړى د خپلو سندرو لپاره داسې شعرونه ټاكي، چې د غمجنو او دردېدلو زړونو حال په كې بيان شوى وي.

كه څه هم يونس اوس مهال له هېواده لرې په اسټراليا كې ژوند كوي، خو بيا يې هم خپل خلك او موسيقي نه ده هېره كړې او همدا اوس هم د نويو سندرو په جوړولو كار كوي.

يونس په دې وروستيو كې كابل ته راغلى او كليد اوونيزې ورسره ځانګړې مركه كړې، چې ستاسو پر وړاندې يې ږدو:

كليد: لومړۍ سندره مو كومه يوه وه او چېرته مو وويله؟

يونس: لومړۍ سندره مې په كابل راډيو كې وويله، چې يوه اماتور سندره وه، د دغې سندرې مطلع ( دلم بي جمالت صفاى ندارد…) ده او شعر يې د حافظ صاحب دى.

كليد: ستاسو راتلونكي كارونه څه دي؟

يونس: دا مهال د يو شمېرغږيزو او تصويري سندرو په جوړولو بوخت يم او نږدې راتلونكى به مې  دوې سي ډي ګانې اوه يوه ډيويډي بازار ته راووځي، چې نوې سندرې مې په كې ويلې دي.

كليد: د اوسنۍ او پخوانۍ موسيقۍ ترمنځ څه توپير وينئ او د موسيقۍ اوسنى حالت څه ډول ارزيابي كوئ او د ښه والي لپاره يې كومې هڅې لازمې بولئ؟

يونس: پخوانۍ موسيقي د زړونو موسيقي وه، هرڅومره به، چې واورېدل شوه خوند به يې زياتېده، ځكه د پخوانۍ موسيقۍ په جوړېدلو كې به ډېرې هڅې كېدې. د هغه شعر، كمپوز… به تر جوړېدو وړاندې چك كېدل، خو اوس هر سړى په خپله خوښه سندرې جوړوي، چې پخوانيو ته نه شي رسېدلى. خو له دې سره سره بيا هم په دې وروستيو كې افغاني موسيقۍ ته پاملرنه زياته شوې او له نيكه مرغه د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ هم افتتاح شوى، چې دا پخپله د موسيقۍ د ښه كېدو څرګندونه كوي. كه چېرې د ښوونځيو په درسي نصاب كې د موسيقۍ  مضمون ور زيات شي، نو افغاني موسيقي به لا نوره وده هم وكړي.

كليد: تاسو د راډيو افغانستان له لومړنيو سندرغاړو ياست، په هغه وخت كې هرڅه نوي و، ستاسو سندرو ته كمپوز چا جوړاوه؟

يونس: هغه وخت زيات كمپوزيتران نه وو، موږ د اماتور هنرمندانو په نامه يوه ډله درلوده، چې په ډله ييزه توګه به مو كمپوزونه جوړول او له يو بل سره به مو مرسته كوله. په همدې خاطر پخوانيو سندرو ډېر مينه وال درلودل، خو له دې سره سره هغه مهال د موسيقۍ پياوړي او مډرن آلات نه پېدا كېدل، خو بيا هم د هغه وخت سندرو ډېر كيف او خوند درلود.

كليد: د كومې موسيقۍ پلوي ياست؟

يونس: زه د آرامې او كلاسيكې موسيقۍ پلوي يم.

كليد: د موسيقۍ په اړه بېلابېل نظريات موجود دي، ستاسو په اند موسيقي يعنې څه؟

يونس: موسيقي د يوې ټولنې د فرهنګ، دودونو او وينا څرګندونه کوي.

كليد: هغه ځوانان، چې دا مهال د موسيقۍ په زده كړه بوخت دي او يا د موسيقۍ د زده كړې هوډ لري بايد څه وكړي؟

يونس: هرڅوك، چې د موسيقۍ د زده كړې هوډ لري، لومړى بايد د موسيقۍ اساسات ولولي، په مسلكي توګه موسيقي زده كړي او په دې برخه كې د هغو استادانو له تجربو كار واخلي، چې هغوى په دې برخه كې كلونه كلونه كار كړى او ځلېدلي دي.

بايد وويل شي، چې يونس په ۱۳۱۹كال د كابل په ښار كې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي، دوې لوڼې او دوه زامن لري او دا مهال د اسټراليا په ملبورن ښار كې له خپلې كورنۍ سره يوځاى ژوند كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA