ads

د برېښنا د نشت له کبله ښايي فابریکې وتړل شي

د صنعتي پارکونو پانګه وال وايي، ښايي د برېښنا د نشت له کبله يې تولیدي فعالیتونه په ټپه ودرېږي او د ډېرو فابریکو دروازې وتړل شي. د ترلاسه شویو شواهدو له مخې جوتېږي،   د صنعتي پارکونو پانګه وال وايي، ښايي د برېښنا د نشت له کبله يې تولیدي فعالیتونه په ټپه ودرېږي او د […]

نویسنده: The Killid Group
16 زمری 1389

د صنعتي پارکونو پانګه وال وايي، ښايي د برېښنا د نشت له کبله يې تولیدي فعالیتونه په ټپه ودرېږي او د ډېرو فابریکو دروازې وتړل شي. د ترلاسه شویو شواهدو له مخې جوتېږي،

 

د صنعتي پارکونو پانګه وال وايي، ښايي د برېښنا د نشت له کبله يې تولیدي فعالیتونه په ټپه ودرېږي او د ډېرو فابریکو دروازې وتړل شي.

د ترلاسه شویو شواهدو له مخې جوتېږي، چې دمګړۍ د هرات، ننګرهار، بلخ او کابل په صنعتي پارکونو کې لسګونه تولیدي فابریکې یا تړل شوي او یا هم د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.

په صنعتي پارکونو کې د فابريكو خاوندان وايي، د دوی عمده ستونزې، د برېښنا او د خرڅلاو د بازارونو د نشت ترڅنګ کورنیو تولیداتو ته د دولتي چارواکو نه پاملرنه او په اومه موادو د لوړې ماليې وضع كول هم دي.

د كابل د سرک نو صنعتي پارک د پلاستيک جوړونې فابریکې مسوول شفیق الله پر دولت نيوكه كوي، چې دوی ته يې په دغه پارک كې د اوبو، برېښنا او نورې اسانتياوې نه دي برابرې كړي.

هغه وویل:״صنعتي پارک هغه ځای ته ويل کېږي، چې هلته فابريکې وي او د برېښنا، سړک او اوبو اسانتیاوې په کې موجودې وي.״

نوموړى وايي، له پانګه والو څخه پر نورو ستونزو سربېره په بېلابېلو پاټكونو كې بډې هم اخيستل كېږي.

هغه وايي:((د هېواد پانګه وال په خپله لږه سرمايه، چې ورسره ده غواړي په هېواد كې  پانګونه وكړي. له بده مرغه  دولت تراوسه د هېوادوالو په پانګه اچونه کې د سهولتونو د رامنځته كولو لپاره اړین ګامونه نه دي پورته کړي.))

د نجیب زراب د مرمرو د ډبرو فابريکې منشي سيد محمد روحاني هم يادې ستونزې مني او وايي، چې اوس مهال يې د فابريكې توليدات په ټپه درولي دي:((د برېښنا وضعيت ډېر خراب دى، په هر ساعت کې څو ځله پرې كېږي، له همدې کبله نه شو كولاى خپل کار ته په عادي ډول دوام ورکړو.))

نوموړی وايي، د برېښنا ستونزې د حل لپاره یې جنراتورونه هم وپېرل، خو په وينا يې، نه ماشینونه چلولی شي او نه یې د تېلو له لګښته وتلى شي.

د جبل نور د حجاري فابرېکي مسوول محمد قسيم وايي، چې د برېښنا د ستونزې ترڅنګ بلې لويې ستونزې، چې  فابريكې يې له ماتې سره مخ كړې دي، هغه په خامو موادو د لوړې ماليې وضع كول دي، چې ډېرى سوداګر يې له توانه نه شي وتلى.

په صنعتي پارکونو کې د ظاهر پلاستیک جوړولو فابریکې یو تن کارکوونکی غلام محمد هم  خامو موادو ته نه لاسرسی غټه ستونزه بولي او وايي، که په دې برخه کې اسانتیا ورته برابره شي، ستونزې یې څه ناڅه حل کېدلی شي.

د سپين غر ايوډين لرونکې مالګې د فابریکې خاوند حاجي حکيم الله وايي، چې د دوى توليدات سقوط ته ورنږدې دي، ځکه په خبره یې خام مواد ورته قیمته تمامېږي.

نوموړی د دولت د اقتصادي پالیسۍ یوه کمزوري دا بولي، چې له یوې خوا په خپلو لاسونو د فابریکو د خصوصي کېدو خبره کوي او له بلې خوا خصوصي سکټور ته اسانتیاوې په اختیار کې نه ورکوي:((زما په فکر که دا وضعیت دوام پیدا کړي، لرې نه ده، چې صنعتي پارکونه له بحران سره مخ شي.))

په صنعتي پارکونو کې د پلاستیک جوړونې د یوې بلې فابریکې مشر شفیق الله ګاونډي هېوادونه بیا پردې تورن کړل، چې د افغانستان پر وړاندې يې د ډمپنګ سیاست ته مخه کړې او خپل تولید په افغان بازارونو کې آن د تولید تر کچې ټیټ پلوري:״همدا سبب دی، چې هېوادوال مو کورني تولیدات نه بلکې بهرني تولیدات پیري. ״

د سوپر برکت د پایپ جوړونې د فابریکې مسوول حبیب الله هم د شفیق خبرې تاییدوي او په دولت تور لګوي، چې د خصوصي سکټور ودې او پراختيا ته يې د پام وړ پاملرنه نه ده کړې، نو ځکه د سوداګرو او پانګه اچوونکو د کار مخه ډب ده.

خو خان علي، چې د يوې بلې فابريكې خاوند دى د دې ستونزو تر څنګ وايي، په ګاونډي هېواد پاكستان كې وروستيو نا امنيو هم د هغو پانګه والو كارونه په ټپه درولي، چې هېواد ته بهرني توكي راواردوي.

نوموړی وايي:((په پاكستان کې د امنيتي ستونزو له كبله د ډېرو پانګه والو مالونه په دوبۍ، چين او جاپان كې بند پاتې دي. که د پانګه والو مخې ته پرتې امنيتي ستونزې اوارې نه شي، نو کارونه به یې په ټپه ودرېږي.))

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وزير ډاكټر انوار الحق احدي وايي، چې دولت د صنعتي پارکونو د پښو درولو او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره يوه نوې پاليسي جوړوي، چې د هغې په عملي کېدو سره به د ډېرو پانګه والو ستونزې اوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ١٣٥٣ لمریز کال د هندوستان هېواد په مرسته د کابل په پلچرخي سيمه کې يو صنعتي پارک جوړ شو، تر هغه وروسته د کابل ولايت په سرک نو او هرات ولايت کې هم صنعتي پارکونه جوړ شول، چې اوس هم فعاله دي.

په دې وروستيو کې دوه نور صنعتي پارکونه هم ګټې اخيستنې ته چمتو شوي، چې يو يې د مزارشريف په ښار کې او بل يې د کندهار ولايت صنعتي پارک دی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA