ذبيح الله جوانمرد د افغاني موسيقۍ داسې څېره ده، چې د افغانستان د موسيقۍ د سرلاري سندرغاړي احمد ظاهر په څېر سندرې وايي.
ذبيح الله جوانمرد د افغاني موسيقۍ داسې څېره ده، چې د افغانستان د موسيقۍ د سرلاري سندرغاړي احمد ظاهر په څېر سندرې وايي.
جوانمرد سربېره پر دې، چې احمد ظاهر ته ورته غږ لري هغه ته ورته څېره هم لري او د سندرو كمپوز يې هم پخپله جوړوي.
ذبيح الله جوانمرد وايي له موسيقۍ سره مې مینې، مهاجرت او زړه تنګۍ د موسیقۍ ډګر راکښلی دی.
هغه وايي، چې د ده لومړنۍ سندره د احمدظاهر وه او د ټلويزيون په پرده یې چې كومه لومړۍ سندره ويلې د هغې سندرې شعر او كمپوز يې خپل وو.
جوانمرد زیاتوي، دى له احمد ظاهر سره ډېره مينه لري او هركال د هغه د مړينې كليزه لمانځي او د هغه د ياد د تازه كولو په خاطر د احمدظاهر په څېر سندرې وايي: خلك په ما د احمدظاهر مينه ماتوي او ډېر خلك راته د اوسني عصر احمدظاهر وايي.
د جوانمرد په وینا دی په دې هڅه کې نه دی، چې د احمد د غږ تقلید وکړي او یا د هغه په غږ سندره ووایي: زه څه وکړم، خلک به وايي چې د احمد ظاهر تقلید کوي، خو داسې نه ده ، د غږ دا ورته والی یو الهي نعمت دی او دا زما طبیعي غږ دی.
نوموړي وويل: احمد ظاهر مې په خوب ليدلى او همدا علت دى، چې په لومړيو كې مې د هغه سندرې ویلې، خو اوس خپلې سندرې هم وایم.
جوانمرد وايي، چې ده په بېلابېلو مجلسونو او د احمدظاهر په اړه په جوړو شویوغونډو كې بې شمېره سندرې ويلي، خو د نوموړي د خپلو چمتو شویو سندرو شمېره دولسو ته رسیږي، چې ځینې یې تصویري کړې هم دي.
نوموړي له كليد سره په مركه كې د افغانستان د موسيقي اوسنۍ حالت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې د افغاني موسيقۍ د ښه والي په هدف به په نږدې راتلونكې كې د كانون فرهنګي ټولنې له لارې ځينې ټکي اعلان كړي، چې د هنراوهنرمندانو لپاره به ګټور واقع شي.
جوانمرد دې پوښتنې په ځواب كې، چې د موسيقي كوم ډول آلات غږولى شي وویل: د لومړي ځل لپاره مې شپیلۍ زده كړه، ورپسې مې هارمونيه او اوس له كيبورد سره هم بلدتیا لرم.
جوانمرد وايي، د ده د ژوند ښه خاطره همدا ده چې خلک ورته احمد ظاهر وايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ