ads

نازيه اقبال شپیلۍ هم غږوي

نازيه اقبال د پښتو ژبې هغه مسته سندرغاړې ده، چې د غږ ښكلا يې ډېرو زړونو ته لاره كړې ده. دغه سندرغاړې څه موده وړاندې افغانستان ته راغله او په كندهار ولايت كې يې له يو شمېر افغانانو سره وليدل. نازيه وايي دا يې پنځم ځل دى، چې افغانستان ته راځي او په بېلابېلو ولايتونو […]

نویسنده: The Killid Group
19 چنګاښ 1389

نازيه اقبال د پښتو ژبې هغه مسته سندرغاړې ده، چې د غږ ښكلا يې ډېرو زړونو ته لاره كړې ده.

دغه سندرغاړې څه موده وړاندې افغانستان ته راغله او په كندهار ولايت كې يې له يو شمېر افغانانو سره وليدل.

نازيه وايي دا يې پنځم ځل دى، چې افغانستان ته راځي او په بېلابېلو ولايتونو كې د هنري مجلسونو جوړولو ترڅنګ خلكو ته د خپل زړه حال بيانوي. كندهار ته د هغې سفر له نورو سفرونو سره توپير لري، ځكه چې نازيه اقبال كندهار ته د خپل سفر پرمهال نوې او نادرې څرګندونې كړي، چې جزئيات به يې له نوموړې سره په ترسره شوې مركه كې په ګډه سره ولولو:

نازيه اقبال په دې اړه، چې څه وخت موسيقۍ ته راغله او ولې يې  موسيقي غوره كړه وايي:(( پلار به مې  په سوات كې نورو نجونو ته د موسيقۍ زده كړه وركوله. زما  هم شوق پيدا شو او شپږكلنه وم، چې هنر ته مې مخه کړه.))

د نازيه اقبال په وينا، لومړۍ سندره يې د سوات په “دودي هال” كې  ويلې او له هغې ورسته يې د پېښور په ” نشترهال” كې سندرې ويلي او ترټولو زياتې نومرې يې اخيستي دي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب كې، چې په “نشترهال” كې يې په ډېرو نومرو اخستو سره څه احساس وكړ وويل:(( ډېره خوشاله وم. په دې سره ماته هيله پيدا شوه، چې شهرت پيدا كړم او خلك مې وپېژني.))

نازيه وايي، لومړى استاد يې پلار وو او له ماشومتوبه يې د دې د روزلو هڅه كړې: (( ډېره كوچنۍ وم، چې له خپل پلار څخه مې شپېلۍ غږول زده كړل.))

نازیې د بېنوا ویب پاڼې د دې پوښتنې په ځواب كې، چې په نويو سندرو كې يې كومه يوه ډېره مشهوره ده  وويل:((اوس مې يو نوى کېسټ(موډ به نه خرابوې) ثبت کړى دى، چې ډېر مشهور دى.))

نازيه اقبال وايي، د هغې نوې او زړې سندرې په كوزه پښتونخوا کې ډېر مينه وال لري، خو په افغانستان كې يې تر هغو هم د مينه والو شمېر ډېر دى او په وينا يې له همدې كبله افغانستان ته ډېر سفرونه كوي.

هغه وايي، كله چې په افغانستان كې پروګرام ته دعوت كېږي، نو ډېره زياته خوشالېږي.

د نازيې په خبره، په خپله يې آرامې سندرې خوښېږي، خو د غږ د مينه والو غوښتنه يې دا ده، چې بايد مستې سندرې ووايي.

هغه وايي، په پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو يې سندرې ويلي، خو ډېرې سندرې يې په خپله مورنۍ ژبه ( پښتو)، چې دا ورسره ډېره مينه لري ويلي دي.

نازيه اقبال وايي، په افغانانو فخر كوي او له همدې كبله يې له يو افغان سره واده كړى.

نازيه دوې لوڼې او يو زوى لري.

د نازيه اقبال په وينا، خپل اولادونه به سندرو ويلو ته ونه هڅوي، بلكې نورې زده كړې به پرې وكړي (( نه زما دا هيله ده او نه زما د خاوند. زه په خپلو ماشومانو اول ديني او بيا نورې زده كړې كول غواړم.))

نازيه په پاى كې وايي، اراده لري چې بيت الله ته ولاړه شي او له راتلو وروسته سندرې ونه وايي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA