ads

د موسیقۍ لومړنی انسټیټوټ

په افغانستان كې د اكاډميكې موسيقۍ د بيارغونې او د هڅو د پراخولو په لړ كې د موسيقۍ يوازینۍ ليسې خپل فعاليتونه د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ كچې ته لوړ كړل. په افغانستان كې د اكاډميكې موسيقۍ د بيارغونې او د هڅو د پراخولو په لړ كې د موسيقۍ يوازینۍ ليسې خپل فعاليتونه د موسيقۍ […]

نویسنده: The Killid Group
3 چنګاښ 1389

په افغانستان كې د اكاډميكې موسيقۍ د بيارغونې او د هڅو د پراخولو په لړ كې د موسيقۍ يوازینۍ ليسې خپل فعاليتونه د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ كچې ته لوړ كړل.

په افغانستان كې د اكاډميكې موسيقۍ د بيارغونې او د هڅو د پراخولو په لړ كې د موسيقۍ يوازینۍ ليسې خپل فعاليتونه د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ كچې ته لوړ كړل.

د موسيقۍ دا ملي انسټيټیوت د غبرګولي په ۳۰ مه د پوهنې وزارت په چوكاټ كې ددې  وزارت د جګپوړوچارواكو اود موسيقۍ دملي انسټيټيوت د استادانواو بهرنيو ميلمنو په حضور په پوره شور پرانستل شو.د پوهني وزارت د تخنيكي او مسلكې زده كړو مرستيال محمد سرور عزيزي د انسټیټوټ پرانستې غونډې ته په خپله وينا كې وويل:((په دې انسټیټوټ کې زده کوونکو لپاره د زده کړې موده لس کاله ده، له څلورم ټولګي څخه زده کوونکي نیسو، چې په څوارلسم ټولګي کې فارغیږي، د اوس لپاره موږ د ۱۲۰ تنو زده کوونکو لپاره ظرفیت لرو، موږ د نورو تاسیساتو تر جوړېدو وروسته کوښښ کوو، چې د زده کوونکو ظرفیت تر ۵۰۰ پورې لوړكړو، چې ډېره برخه یې هغه بې وزلي ماشومان دي، چې په سړکونو کار کوي”.

د موسيقي د ملې انيسټيټيوت چارواكي وايي، دوی په پام كې لري د دې انسټيټيوټ څانګې لومړی بلخ او ننګرهار او وروسته له دې نورو ولايتونو ته هم وغځوي. په دې انستيتيوت كې به د افغان استادانو په ګډون د هند، بريتانيا، مكسيكو او امريكا د موسيقي استادان افغان زده كوونكي د اكاډميكې افغانۍ موسيقي په برخه كې وروزي.

په افغانستان كې د موسيقۍ استاد احمد ناصر سرمست د دې انسټيټيوټ جوړول د افغانې موسيقي په اړه د راولاړو شويو ستونزو د اواري يوه هڅه وبلله:((د پوهنې وزارت د تخنيكي اومسلكي زده كړومعينيت، چې پر دې پروژه كار پيل كړ اساسي علت دا ؤ، چې اوسنۍ افغانې موسيقي په بد حالت كې وه، زموږ په اند تر څو، چې په افغانستان كې د موسيقي اساسات له ابتدايه دورې تر پوهنتون پورې په سمه توګه تدريس نه شي د موسيقي په برخه كې خپلې اړتياوې نه شو پوره كولای.

د موسيقي د هرې آلې لپاره موږ تعليمي نصاب او مفردات لرو، موږ نه غواړو، چې نور زموږ زده كوونكي موسيقي په شفاهي توګه زده كړي، بلكې غواړو، چې نور د سنتي موسيقي په ساتلو او هم د موسيقي د سنتو په انتقال كې كار وكړو.” په افغانستان كې د موسيقي په برخه كې په لومړي ځل يو ښوونځى په ۱۳۵۲كې په كابل كې جوړ شو او خپلې چارې يې تر ۱۳۶۰ لمريز كال پورې پرمخ يووړلې، چې وروسته د دې ښوونځي چارې د صنايع له ليسې سره يو ځای اوله هغې وروسته دا ښوونځی د هنرونو له ليسې سره مدغم شو، خو د دې ښوونځي چارې د كورنيو جګړو پر مهال په ټپه ودريدلي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA